خليلزاد: د سولې په اړه يو ټولمنلی تړون غواړم

خليلزاد: د سولې په اړه يو ټولمنلی تړون غواړم

د سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد ويلي دي، دوی د وتلو موافقه نه کوي، خو د افغان سولې او پخلاينې لپاره يو جامع او ټولمنلی تړون غواړي.

نوموړی دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې د طالبانو او امريکا ترمنځ د سولې خبرو اووم پړاو ته چمتووالی روان دی.

خليلزاد پر خپلې ټوېټر ليکلي چې د سولې په جامع تړون کې هر اړخيزې هوکړې او خبرې شته.

هغه ليکلي:

«له ترهګرۍ سره د مبارزې ډاډمنول.له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل.له افغان حکومت سره د طالبانو خبرې.او دایمي اوربند شامل دي.»

هغه ويلي دي، ترڅو چې په يادو خبرو موافقه ونه شي نو د سولې په اړه بله برخه کې هيڅ پرمختګ نه ليدل کېږي.

ټاکل شوې دا ځل هم خبرې د قطر په دوحه کې ترسره شي.

طالبان بيا د خبرو لپاره خپل شرايط لري او تر ټولو لوی شرط پکې له افغانستان د امريکايي ځواکونو وتل دي.

د يادې ډلې د قطر د دفتر وياند سهيل شاهين وايي، امريکا منلې ده چې خپل ټول پوځيان به له افغانستان باسي.

هغه وايي، دا ژمنه هم ورسره شوې ده چې راتلونکي کې به هم امريکا مداخله نه کوي، د ده په خبره دا يو ښه پرمختګ دی.

د افغانستان د سولې او پخلاینې لپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیل‌زاد او د طالبانو سیاسي ډلې تر دې مخکې شپږ واره د قطر په پلازمېنه دوحه کې خبرې کړي دي.

د دوی مخکینۍ خبرې تر ډېره له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو په وتلو او د دغه هېواد له خاورې د ترهګرو د نه کارونې د ډاډ په حاصلولو متمرکزې بلل شوي.



t