ملګري ملتونه: افغانستان کې ځان وژونکي بريدونه کم شوي

ملګري ملتونه: افغانستان کې ځان وژونکي بريدونه کم شوي

د ملګرو ملتونو په يو تازه خپور شوي راپور کې ويل شوي دي، افغانستان کې ځانمرګي بريدونه کم شوي دي.

راپور کې راغلي، اويا سلنه کموالی په بريدونو کې راغلی دی.

ټاکل شوې ياد راپور امنيت شورا ته هم وړاندې شي.

په افغانستان کې وضعيت او پر نړيوالې سولې او امنيت يې اغېزې تر سرليک لاندې دغه راپور د ملګرو ملتونو پر وېبپاڼه خپور شوی دی.

«په شپاړلس پاڼو کې ترتیب شوی دا راپور په افغانستان کې:په سیاسي او امنیتي حالاتو.د بشري حقونو پر وضعیت.سیمه‌ییزې همکارۍ.د سولې پر هڅو.پراختیا.د کډوالو .د بې ځایه شویو وضعیت.د نشه‌يي موادو پر ضد پر مبارزې.او بشري مرستو متمرکز دی.»

که څه هم راپور کې د ځانمرګو بريدونو د کموالي په اړه جزيات وړاندې شوي دي، خو د ټاکنو، سياسي وضعيت او د سولې په هڅو کې پڅوالی هغه څه دي چې راپور کې ورته اشاره شوې ده.

راپور کې راغلي دي، د فبرورۍ له مياشتې تر می پورې افغانستان کې ټولې ۵۲۴۹ امنيتي پېښې شوي دي، چې ډېرې پېښې د افغانستان په سويلي سيمو کې شوي.

دغه راز ختيځي او لويديځي سيمه دويمه درجه نا امنه بلل شوي دي.

د رسنيو د راپورونو په حواله، ۳۲۰۰ پېښو او نښتو په شمېر سره د تېر کال په پرتله دا لس سلنه کموالی ښيي.

راپور کې ويل شوي دي، تر ډېره د ځانمرګو بريدونو مخنيوی شوی دی.

ويل شوي دي، چې په دې برخه کې تر ډېره په کابل او ننګرهار کې د ځانمرګو بريدونو مخه نيول شوي دي او امنيتي ځواکونه توانېدلي دي چې مخه يې ونيسي.

د ملګرو ملتونو په راپور کې چې نن د امنیت شورا ته وړاندې کېږي، دا هم راغلي چې د افغان هوايي ځواکونو په هوايي بریدونو کې د تېرکال په مقایسه په سلو ۱۲ زیاتوالی راغلی دی.

دغه راز راپور کې د سولې پروسه کې د ښځو په ورګډولو او ياده پروسه کې د چټکتيا غوښتنه هم شوې ده.



t