د باهو بالي هېرو پربهاس؛ په لوموړی ځل په یو هندي فلم کي لوبېږي

د باهو بالي هېرو پربهاس؛ په لوموړی ځل په یو هندي فلم کي لوبېږي

د هندوستان د تامیل فلمونو تکړه او نوموتی سېنمايي ستوری او د باهو بالي فلم هيرو پربهاس به په لوموړی ځل د (ساهو) په نوم په یو هندي فلم کي د بالیووډ د نوموتي او ښکلې سېنمايي ستوری شارادها کپور سره یو ځاي راښکاره سي. (ساهو) فلم یو جنګي هندي فلم دي. د یاد فلم لومړني تبلیغاتي ويډيو يا ټيزر هم خپور سوی دی.

پربهاس د تامیل فلمونو یو نوموتي سېنمايي ستوری دی چي د تامیل فلم(باهوبالي) کي د ښه اداکارۍ له امله یي په مینوالو کي زیات محبوبیت او شهرت پیداکړ. د دواړو سېنمايي ستورو مينه وال د دوی دغه نوي فلم ته ډېر په تمه دي، د یاد فلم خپور سوي ټیزر د خپریدو سره سم ډېرخلکو .کتلې دي. هندۍ رسنۍ وايي د (ساهو) فلم ټيزر په دوه ورځو کي ۲۸ ميليونه کسانو کتلې دی

د یاد فلم ټیزر‎ يوه دقیقه او ۳۸ ثانیي ښودل سوي دي او په کي د پربهاس او شارادها کپور تر څنګ جيکي شروف، نيل نيتن او نورستوري هم په مهمو رولونو کي راښکاره سوي دي. هندي رسنیو ویلي دي چي د یاد فلم د لاښه پرمختګ او ښایسته کیدو لپاره به دا فلم په څلور ژبو هندۍ، تيلګو، تامیل او مليالم کينندارې ته وړاندې سي.

پاته دي نه وي چي یا د فلم د ټي سيريز په مرسته جووېږي او د یا جنګي فلم د لارښود دنده سجیت ترسره کوي او د فلم لیکوال هم سجیت دي. د یاد فلم مصرف وامسي او پراموډ شرکتونوپر غاړه لرياو فلم به د روان کال د اګست مياشتې په ۱۵مه نېټه نندارې ته وړاندې سي.



بالیووډ فلمي نړۍ
t