د شارخ زوی له خپل پلار سره په يو نوي فلم کې کار کوي

د شارخ زوی له خپل پلار سره په يو نوي فلم کې کار کوي

د هندي سېنما وتلي ستوري شارخ خان وايي، زوی يې اريان خان غواړي ده سره په يو نوي فلم کې کار وکړي.

شارخ له هندي رسنیو سره په خبرو کې ویلي، د ډزني لاین کېنګ فلم ریمېکس او هندي بڼه کې غواړي د شارخ خان او د هغه زوی اریان خان وایس اوور غږ راشي چې دا به د ارین لومړی فلم وي.

نوموړي ويلي، دا فلم به يې د زوی لپاره يوه تجربه شي.

یاده دې وي چې د ډزني لاین کېنګ فلم ریمېکس فلم انګلیسي، هندي، تامل او تېلګو ژبو بڼه د راتلونکې جولای میاشتې په ۱۹مه ریلیز شي.




t