په نړۍ کې د انټرنټ د کارېدو کچه

په نړۍ کې د انټرنټ د کارېدو کچه

انټرنټ په نړۍ کې يو انقلاب راويستی دی، اوس د نړۍ په لر او بر کې اقتصادي، سياسي، علمي، کلتوري، هنري او يو شمېر نور کارونه د انټرنټ په وسيله باندې کېږي.

خو پوښتنه دا ده انټرنټ د نړۍ په کچه څومره کاريږي؟

د تېر ۲۰۱۸ مېلادي کال په پرتله سږ کاله د انټرنيټ کاروونکیو شمېر شپږ سلنه زیات شوی دی او په ټوله نړۍ کې د انټرنېت کاروونکیو شمېر اوس‌مهال ۳٫۸ اربه یا د نړۍ ۵۳ سلنې نفوس ته رسېدلی دی.

د رسنيو د راپورونو په حواله، اوس‌ مهال په اسیا براعظم کې ۱۳ سلنه، په افریقا کې ۱۰ سلنه او په شمالي امریکا کې ۹ سلنه د نيټ کارکوونکي دي.

تر ټولو ډېر انټرنټ چين کاروي، بيا هندوستان، ورپسې امريکا او ترکيه ۱۵ مقام کې راځي.




t