کابل طبي – ابو علي ابن سینا پوهنتون څخه ۱۴۵ ډاکټران فارغ شول

کابل طبي – ابو علي ابن سینا پوهنتون څخه ۱۴۵ ډاکټران فارغ شول

د کابل طبي – ابو علي ابن سینا پوهنتون نهه اویا یمې دورې فارغانو ته د اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله او لوړو زده کړو سرپرست وزیر پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي له خوا د فراغت اسناد وویشل شول.

په همدې اړه نن په کابل طبي- ابو علي ابن سینا پوهنتون کې د فراغت غونډه جوړه شوې وه چې په کې د اجرائیه رئیس او لوړو زده کړو وزارت سرپرست ترڅنګ، ولسي جرګې یو شمېر غړو، د کابل طبي پوهنتون رهبري پلاوي، طبي عالي شورا رئیسې، عامې روغتیا وزارت مسوولینو، بېلابېلو ادارو استازو او د فارغانو کورنیو ګډون کړی و.

اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله فارغانو او د هغو کورنیو ته د مبارکۍ ترڅنګ، افغانستان کې طب برخې ته د دولت ځانګړې پاملرنې په اړه معلومات ورکړل او زیاته یې کړه:

“له نیکه مرغه اوس مهال موږ په هېواد کې غوره استادان او ځوان متخصص کادرونه لرو چې د ناروغیو د تشخیص په برخه کې ښې تجربې لري.”

نوموړي زیاته کړه موږ هڅه کوو چې په هېواد کې د طبي ټکنالوژۍ ودې او خپلو ډاکټرانو ته لازمې کاري زمینې برابرې کړو. ډاکټر عبدالله عبدالله له فارغانو وغوښتل چې علم هېڅ ډول پولي نه لري او تاسو باید په پوره ایماندارۍ سره هېوادوالو ته د خدمت جوګه شئ.

ورپسې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي فارغانو ته مبارکي وویله او د طب په برخه کې یې د یادو ځوانانو فراغت د هېواد او ټولنې لپاره ستره لاسته راوړنه وبلله.

«لوړو زده کړو سرپرست د کابل طبي – ابو علي ابن سینا پوهنتون، د روغتیایي علومو په برخه کې د هېواد په کچه ستر علمي مرکز یاد کړ او زیاته یې کړه د دې پوهنتون فارغان په عملي ډګر کې هم د ښو مهارتونو څخه برخمن دي چې کولی شي هېوادوالو ته ښه خدمتونه وړاندې کړي.»

نوموړي د پوهنتونو د معیاري کولو په برخه کې د لوړو زده کړو وزارت د پروګرامونو په اړه هم معلومات ورکړل او ویې ویل، له نیکه مرغه د طبي پوهنتونو تحصیلي نصابونو پر بیا کتنه او معیاري کولو کار پیل شوی، چې له امله به یې دولتي او خصوصي پوهنتونو کې یو منل شوی روغتیایي تحصیلي سېستم رامنځته شي.

«پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي یاد فارغان په ټولنه کې همدلۍ، وحدت او له هر ډول تعصب پرته ريښتوني روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو ته وهڅول او له هغوی یې وغوښتل چې د روغتیا په برخه کې د هېواد شته ستونزې په نظر کې ونیسي او د روغتیایي وصولو پر بنسټ صادقانه خدمت ته ملا وتړي.»

په غونډه کې د کابل طبي – ابو علي ابن سینا پوهنتون سرپرست پوهاند دوکتور شمس الرحمن رحماني او څو تنو نورو په ټولنه کې شته روغتیایي ستونزو په اړه خبرې وکړې او فارغان یې د نورو زده کړو ترڅنګ عملي کار ته تشویق کړل.

د غونډې په پای کې د هېواد اجرائیه رئیس، لوړو زده کړو سرپرست، کابل طبي پوهنتون مسؤولینو او بلابېلو ادارو چارواکو له خوا یادو ځوانانو ته د فراغت اسناد ورکړل شول.
د یادونې وړ ده چې په دغه دوره کې ۱۴۵ تنه د طب پوهنځي څخه فارغ شول چې ۴۹ تنه یې نجونې دې.



t