روزګان کې د پوليو مثبته پېښه ثبت شوې

روزګان کې د پوليو مثبته پېښه ثبت شوې

د روزګان د عامې روغتيا رياست مسؤلين وايي، د دغه ولايت مرکز ترينکوټ کې د پوليو يوه مثبته پېښه ثبت شوې ده.

ځايي روغتياپالان وايي، د يادې پېښې لوی لامل د طالبانو لخوا په ليرې پرتو سيمو کې د واکسين مخنيوی دی.

بل پلو ځايي خلک له طالبانو غواړي چې د دوی تر واک لاندې سيمو کې د پوليو ضد واکسين ته اجاره ورکول شي.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي، خو ډېری وخت په ليرې پرتو ولسواليو کې د پوليو د واکسين مخنيوی کوي.

د افغانستان سوېل زون کې د پوليو ضد پېښې ډېرې ثبتيږي. په ټوله کې دغلته لويه ستونزه په ليرې پرتو سيمو کې د پوليو واکسين نه تطبيق يادېږي.



t