اوولسمه دوره؛ د ننګرهار پوهنتون ښوونې روزنې پوهنځي ۴۶۰ فارغين ورکړل

اوولسمه دوره؛ د ننګرهار پوهنتون ښوونې روزنې پوهنځي ۴۶۰ فارغين ورکړل

د ننګرهار پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي د زده کړو مرکز څخه په اوولسمه دوره کې ٤٦٠ تنه فارغ شول.

د نوموړي مرکز د مسؤلينو په وينا، ياد محصلين يې د يوه کال په موده کې د انګليسي ژبې او معلوماتي ټکنالوژۍ (IT) په برخه کې روزلي دي.

په همدې مناسبت جوړې شوې غونډې ته د وينا پر مهال د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهنمل ډاکتر يحيى فهيم د ژبو او دغه راز د معلوماتي ټکنالوژۍ د زده کړې پر ارزښت خبرې وکړې.

نوموړي وويل: په ننني عصر کې د انګليسي ژبې او معلوماتي ټکنالوژۍ له زده کړې پرته پرمختګ ناشونى دى.

هغه زياته کړه:

«د خوښۍ ځاى دى چې نن ورځ د پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي محصلان د خپلو مسلکي زده کړو سربېره د انګليسي ژبې او کمپيوټر په برخه کې د لنډمهالو زده کړو د فراغت سندونه ترلاسه کوي.»

د پوهنتون رئيس د ښوونې او روزنې پوهنځي زده کړو مرکز او په ځانګړې توګه د روټري کلب ادارې له مسؤلينو څخه د مننې ترڅنګ ژمنه وکړه، چې د محصلانو د روزنې په موخه به ددغه ډول علمي او روزنيزو پروګرامونو د ودې او پراختيا په برخه کې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړي.

«ورپسې د نوموړي مرکز مسؤلينو او زده کوونکو د پوهنتون رئيس ته د ښو خدمتونو د ترسراوي له امله د اعزاز پګړۍ پر سر کړه او نوموړي ته يې په راتلونکې کې د لازيات خدمت هيله څرګنده کړه.
د غونډې په پاى کې د کورس په فارغو زده کوونکو د فراغت سندونه وويشل شول.»

د يادونې وړ ده، چې د ننګرهار پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د زده کړو مرکز د روټري کلب ادارې په مالي مرسته په ٢٠١٢ کال کې جوړ شوى، چې تر دا مهاله يې ٥٦٢٠ تنه د انګليسي ژبې او معلوماتي ټکنالوژۍ (IT) په برخه کې روزلي دي.



t