وایي چې ….!!

وایي چې ….!!

کله چې حضرت آدم (ع) د تروو انګورو نیالګی کښېناوه ، نو شیطان د هغه لاندې طاوس مارغه حلال کړ ،

کله چې یې د مېوې پاڼې شنې شوې ، نو لاندې یې بیزو ورته حلاله کړه ،

کله چې يې مېوه ونیوله ، نو زمری یې ترې لاندې حلال کړ،

کله چې یې مېوه پخه شوه ، نو لاندې یې خوګ (سرکوزی) حلال کړ ،

همدا لامل دی هغه شراب چې له تروو انګورو څخه په لاس راځي او هغه څوک چې څښي یې ، نو د پورته یادو شوو ځناورو عادتونه پکښې پیدا کېږي .

نو نېشه یان د نېشې په پیل کې د بیزو په څېر بې شرمه او بې حیا خبرې کوي ، کله چې یې په نېشه کې ځواک او قوت پیدا شي ، نو د زمري په څېر غورېږي ، خو کله چې یې نېشه مخ پر ختمېدو سي د سرکوزي په څېر ویده کېږي .

(دشیطان کیسې)




t