نريندرا مودي شېکر دون ته څه ويلي؟

نريندرا مودي شېکر دون ته څه ويلي؟

د هند کلي لوبډلې پيلوونکی لوبغاړی شېکردون د روان نړیوال جام په ترڅ کې ژوبل سو او به دې جامه ووتی.

ددې لوبغاړي مينوال شايد خفه وي خو هغوی ده ته د جوړيدو ډاډ ورکوي او يو ځل بیا غواړي چې د هند په استازيتوب دی ميدان کې وويني.

د شېکر له ژوبلېدو وروسته ددې هېواد لومړي وزير نريندرا مودي دې ژوبل لوبغاړي ته داسې ویلي

ګرانه شېکره! له شک پرته چې د لوبې ډګر کې به تاته ډېره اړتیا وي، خو هیله لرم چې ته به له خیره ژر بېرته جوړ سې او خپل ملت ته به لا نورې بریاوې ډالۍ کړې.

راځئ چې زده يې کړو چې څنګه د لوبغاړو هڅونه وکړو او بريا ته يې مجبوره کړو.



سيمه او نړۍ هندوستان ورزش
t