نیمروز: د ښاروالۍ او غرفه لرونکو ترمنځ ستونزه حل شوه

نیمروز: د ښاروالۍ او غرفه لرونکو ترمنځ ستونزه حل شوه

د نمیروز چارواکي وايي، په دې ولایت کې د ښاروالۍ او غرفه لرونکو ترمنځ راپید اشوې ستونزه حل شوې ده.

د نیمروز د رسنیو دفتر وايي په همدې موخه پرون په دغه ولایت کې غونډه جوړه شوې وه.

د نیمروز والي دوکتور سیدولي سلطان ویلي چې هېڅکله د مدني او دیموکراټیکو حرکتونو مخنیوی نه کوي او د افغانستان ټول اتباع حق لري، چې د مدني حرکتونو له لارې د خپلو حقونو غوښتنه وکړي.

دی وايي، هغه کار ورته هیڅ د منلو وړ نه دی چې یو شمر مغرض او تخریبکاره غواړي ښار کې ورانکار، ویجاړتیاوې او ستونزې رامنځه کړي.

نوموړي ښاروالۍ ته ویلي چې تر لوی اختر پورې ټولو اړوندو عرفه لرونکو ته ځای مشخص کړي، اسانتیاوې برابرې کړي او تر ټاکلي مودې پورې ورته همدلته دکار اجازه ورکړي.

ده په عیني حال کې ویلي چې سر له اوسه دې د ښار پر سړکونو د ګڼې، ګوڼې مخنیوی وشي او په دې برخه کې باید جدي اقدامات ترسره شي.

د یادولو وړ ده چې په نیمرزو کې یو شمیر غرفه لرونکو د غرفو لرې کولو په غبرګون کې د اعتراض په ډول غږ پورته کړی و چې له دې موقعې په ګټنې ځینو کسانو غیرې قانوني ګامونه اخیستي دي.

د نیمروز چارواکي وايي، دا کسان د امنیتي او کشفي ارګانونو ترتعقیب لاندې دي او ژر به ورته قانوني سزا ورکړل شي.


نیمروز، ښاروالي
t