د هندواڼې شپږ روغتیايي ګتي

د هندواڼې شپږ روغتیايي ګتي

د افغانستان په ځينو ګرمو سیمو او ښارونو کي ګرمي شروع سوې او خلک نن سبا په دغو ځایونو کي د هوا سړولو لپاره برېښنايي پکې، ایرکنډېشنونه او نور وسایل کاروي، خو روغتیاپالان بیا ټينګار کوي چي د ګرمۍ ضد وسایلو ترڅنګ باید خلک په دغه موسم کي ځيني داسي مېوې او خواړه وکاروي چي ورسره د دوی د بدن تودخه کمیږي او روغتیا ته ګټي هم لري. هندواڼه هغه مېوه ده چي د ګرمۍ په شپو ورځو کي ډیري پیدا کیږي او په ګرمۍ کي یې ګټي هم ډیرې دي. روغتیا پالان وايي، د هندواڼو خوراک د ګرمۍ په موسم کي د دې ترڅنګ چي د ګرمۍ احساس کموي، ګڼي نوري روغتیايي ګټي هم انسانانو ته لري.

  • د ویني رګونه

د انسان به وجود کي رګونه ډېر مهم ځکه دي چي ډېره مهمه دنده مخ ته وړي. رګونه ټول بدن ته وینه رسوي چي سالموالی یې د انسان د ټولي روغتیا لپاره خورا ارزښت ناک دئ. د هندواڼې په اړه څېړني وايي، په هندواڼه کي موجود لایکوپین په وجود کي د ویني د رګونو لپاره خورا ګټور مواد ځکه دي چي پاک او روغ یې ساتي. د هندواڼې ډېر یا دوامدار خوراک د ویني رګونه پاکوي او د دې رګونو چاري لا ښې او فعالوي چي له امله يې بدن ته اکسېجن ښه رسیږي او ورسره تازه کیږي هم. د دې تر څنګ په هندواڼه کي ځيني داسي ویټامینونه هم سته چي د هډوکو د پیاوړتیا او ښه والي لامل کیږي.

  • جسماني غوړ کموي

په هندواڼه کي موجود سټرولاین او ځيني نور مواد د ګرمۍ په موسم کي د جسماني اضافي غوړو اخیستلو مخه نیسي چي له امله يې د ځينو ناروغیو مخنیوی مکمن دئ. همدرانګه دغه مواد د پښتورګو د روغ او ښه ساتلو په برخه کي هم فعاله ونډه لري.

  • ینه او پښتورګي

هندواڼه د تشو میتازو په روانۍ کي مرسته کوي چي دا چاره د پښتورګو د ښه والي لپاره ګټوره ده. د دې تر څنګ په هندواڼه کي موجود نور مواد د ینې د فعال او روغ ساتلو په برخه کي هم مهم رول لري.

  • عضلات ښه کوي

هندواڼه پوتاشیم لري چي د اعصابو او د وجود د عضلاتو د پیاوړتیا لامل کیږي. ډاکټران لارښونه کوي چي د هندواڼو خوراک د اعصابو ارامولو او د انسان د بدن د عضلاتو په سالم ساتلو کي لویه ونډه ولري.

  • سترګي ښې ساتي

د هندواڼې په اړه روغتیايي څېړني وايي، په هندواڼه کي د بیټاکیروټین په نوم مواد سته چي د انسان په وجود کي په ویټامین A بدلیږي چي د سترګو د دید لپار ګټور دي. څېړنه ټینګار کوي هغه کسان چي د هندواڼې خوري د عمر په تېرېدو سره يې د نظر د کموالي چانس کم وي. د دې ترڅنګ ویټامین A د بدن د پوستکي په ښه ساتلو کي هم مرسته کوي.

  • د بدن د پوستکي لپاره يې ګټي:

هندواڼه د نورو ګڼو روغتیايي ګټو تر څنګ د انسان د بدن د پوستکي لپاره هم ګڼي ګټي لری. ډاکټران باور لري چي په هندواڼه کي موجود لایکوپین او ځيني نور مواد د انسان پوستکی د لمر له خطرناکو وړانګو ژرغوري. د یوې څېړني له مخي په هندواڼه کي د سرو رومیانو په پرتله ٪۴۰ ډېر داسي کېماوي مواد سته چي د انسان پوستکی تازه، نرم او ښکلی ساتي


روغتيا هر اړخيز او معلوماتي
t