دوه مخیتوب حديث شريف

دوه مخیتوب حديث شريف

 ابوهريره رضي الله عنه وایي: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: دوه مخي خلک به د قیامت په ورځ د الله په نزد تر ټولو بدترین خلک وي، دوه مخي خلک هغه دي چې ځیني خلکو ته په یوه مخ ورځي او نورو خلکو ته په بل مخ ورځي.

عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ قَالَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ:

تَجِدُ مِنْ شَرِّ النَّاسِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ عِنْدَ اللَّهِ ذَا الْوَجْهَيْنِ الَّذِي يَأْتِي هَؤُلَاءِ بِوَجْهٍ وَهَؤُلَاءِ بِوَجْهٍ.

(رواه البخاري وغيره).

ځیني خلکو ته په یوه مخ نورو ته په بل مخ لکه له نېکو او صالحو خلکو سره ښه او صالح وي او له شریرو او بېلاري خلکو سره شریر او بیلاري وي، دغو ته د هغو حالات وایي او هغو ته د دغو شیطاني کوي، دا د منافق عمل ده او منافق د الله په نزد تر ټولو بد او شریر انسان دی.

یا الله هغه کسان چی له مونږ سره په دی معالوماتو شریکولو کی برخه اخلی او مرسته کوی ته یی ګناهونه معاف او جنت الفردوس یی نصیب کړی. امین ثم امین

 



t