روانی او جسمي روغتیا په برخه کې نوي اپلیکیشن

روانی او جسمي روغتیا په برخه کې نوي اپلیکیشن

نیورولاجیکس په نوم یوې کاناډایې کمپنۍ داسې اپلیکیشن جوړ کړي، چې په عکس اخیستو ستاسو د جسمي او روانی روغتیا په اړه دقیق معلومات درکوي.

دا اپلیکیشن له خلکو سره مرسته کوي چې خپلې روغتیا ته ډیر پام وکړي.

دا اپلیکیشن Anura نومیږي،د انډروید او ایفون لپاره یې وړیا ډانلوډ او هره ورځ یې د خپلي رواني او جسمي روغتیا په برخه کې ورنه ګټه واخلئ.

دوی دا سیسټم د ټرانسدرمل نوري فلمبرداری په نوم ټکنالوجۍ له وده څخه جوړ کړی، چې د نیورویلاجیکس کمپنۍ نوښت دی. 

دا اپلیکیشن ستاسو د مخ عکس اخلي او له دی ټکنالوجۍ څخه په ګټه اخیستو ستاسو د وینې جریان څیړي او زړه ضربان،احساسات، وینې فشار، سټریس اندازه او تنفس په اړه دقیق معلومات درکوي. مثلا د د زړه ضربانو په اړه یې دقت ۹۹.۹۸٪ دی، د تنفس دقت یې ۹۰٪، د وینې فشار دقت یې ۹۵٪ دی.

نیورولاجکس کمپنۍ د مصنوعي ذکاوت(AI) په برخه کې کار کوي او ددوی دا ټکنالوجۍ په ۳۰ ثانیو کې د يو کس د‌ روغتيا په اړه ټول معلومات په لوړ دقت سره وړاندي کوي،چې دا به د اروایي او جسمي روغتیا په برخه کې ستر بدلون وی. 

زه خپله دا اپلیکیشن کاروم، تاسو کولای سئ د Anura په نوم یې له دواړو سټورو څخه ډانلوډ کړي یا د لاندې لینکونو څخه: 

انډرویډ: https://play.google.com/store/apps/details…
iOS ایفون: https://apps.apple.com/us/app/id1358813934
کمپنۍ ویب سایټ: https://www.anura.ai/

اغا ملکوک سهار



ټیکنالوژي، نوی اپ
t