هرات :تېر کال د اوبولګولو څه بانې ۳۸ کانالونه جوړ شوي دي

هرات :تېر کال د اوبولګولو څه بانې ۳۸ کانالونه جوړ شوي دي

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په کرونده کې د اوبو د تنظیم پورژه «OFWMP» په هرات ولایت کې د اوبولګولو ۳۸ کانالونه جوړ کړي دي. ددغو کانالونو دجوړولو موخه د کرنیزو محصولاتو په ډېرولو سره د بېوزلۍ کچه ټېټول، د ځمکې او کرنیزو محصولاتو معیاري کول او د اوبو مدیریت دی. دغه کانالونه د هرات ولایت په زنده جان، غوریان، انجیل، ادرسکن او ګذرې ولسوالیو کې جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي. د اوبولګولو دهغو کانالونو له ډلې، چې په هرات ولایت کې یې د رغولو چارې روانې دي یواځې د بشپړشویو هغو شمېر یې ۳۸ کانالونو ته رسیږي. ددغو کانالونو ټولیز اوږدوالی ۱۲۰ کیلومتره ده، چې په پاخه او اساسي ډول رغول شوي دي او د رغولو ټولیز لګښت یې ۳۱۰ میلیونه افغانۍ ده. دغه کانالونه ۱۵ زره هکټار ځمکه د خړوبولو تر پوښښ لاندې راولي.

په کرونده کې د اوبو د تنظیم سیمه ییز مسوول بشیر احمد وایي: «دغه کانالونه د بېوزلۍ د کچې په ټېټولو او د اوبو د تنظیم په برخه کې رغنده رول لري. د کانالونو جوړول څو پړاوونه لري، چې د اوبولګولو ټولنې جوړول، په پاخه او اساسي ډول د کانالونو رغول، د پروژې څارنه او ارزونه او د دولتي، غیر دولتي او ارګونومي نهادونو ځواکمنتیا په کې شامل دي.»

هغه زیاته کړه: «د کانالونو په جوړولو کې، لومړی د خلکو غوښتنې، تخنیکي سروې (اقتصادي او کرنیز تحلیل» ونډه لري.» دهغه په خبره د کانال د جوړولو په پار لومړی د اوبولګولو ټولنه جوړیږي، چې هرات کې په ټولیزه توګه د اوبولګولو ۱۰۰ ټولنې جوړ شوي دي، دغه ټولنې د اوبو د تنظیم او د کانالونو د خوندیتوب په برخه کې رغنده رول لري.»
بشیر احمد وویل: «د کرنې په برخه کې مو کابو ۵۲۰ جریبه ځمکه لیزلېول یا هوار کړي دي، چې ۷۰ سلنه لګښت یې دکرنې وزارت او ۳۰ سلنه لګښت یې د بزګرانو له خوا ورکړل شوي دي. د کرنې وزارت دغه ماشینونه د ټولو کلیوالو خلکو په چوپړ کې دي.»

په کرونده کې د اوبو د تنظیم پروژې «OFWMP» سیمه ییز مسوول وایي: «لیزر لېول کول د اوبو د لږ مصرف لپاره یو غوره کار دی، چې د نړۍ په کچه ترې پرمختللي هېوادونه ګټه پورته کوي. د هرات ولایت د ولسوالیو په کچه مونږ دلیزرلېول یا د ځمکې دهوارولو اته ماشینونه وېشلي دي. ددغو ماشینونو د ترویج او د اوبو د تحفظ په پار هرکانال چې ټاکل کیږي یوه قطعه ځمکه یې لیزرلېول کوو ترڅو خلک د ناهموارو او هم سطحو ځمکو ترمنځ توپیرونه په خپلو سترګو وویني.»

 


د هرات د سیمه ییز دفتر مسوول زیاته کړه: «په هرات ولایت کې ۱۵ پروژې تر کار لاندې لرو چې د قرارداد په درشل کې دي. ددغو پروژو ټولیز اوږدوالی ۹۸.۶ کیلومتره ده، چې کابو شپږ زره او ۱۲۲ هکټار ځمکه د خړوبولو تر پوښښ لاندې راولي او په ټولیزه توګه یو زر او ۶۵۸ هایډرولیکي ودانۍ د بیاروغولو په حال کې دي.»
هغه وویل: «په کرونده کې د بزګرانو ۳۸ روزنیزې» برنامې هم پلي شوي دي، چې ۷ یې یواځې مېرمنو لپاره وه.

د انجیل ولسوالۍ د رزشک کلي یو تن بزګر او د اوبولګولو دیوې ټولنې مشر محمدنادر وایي: «ددې کانال رغول مونږ ته خورا ګټور تمام شوې، کومې ځمکې چې تر دې مخکې پرې کرکېله نه کېده اوس پرې کرکېله کیږي، د اوړي په موسم کې مو ډېر کروندې د اوبو د نشتون له کبله له منځه تلل، د اوبو پر سر شخړې او جنګونه و او زمونږ ځمکې نه خړوبېدي، اوس چې مو ویاله جوړه شوې ده کولای شو، چې په خپلو ځمکو کې غنم، ګل، کنجد، مۍ، ترکاري او نور ګڼ شمېر کرنیز توکي وکرو.»

هغه وویل: «د کرنې او مالدارۍ په برخه کې مو حاصلات دوه چنده شوي دي.» هغه دکرنې له وزارته وغوښت چې، ددوی د کانال پاتې برخه دې هم ورته په پاخه او اساسي ډول جوړ کړي، هغه د خپلو خبرو په پای کې وویل: «دا کار مو د خوښۍ لامل کیږي»
دغه راز د انجیل ولسوالۍ د فرک سفلي کلي یو تن بزګر حاجي غلام سخي وویل: «د کانال رغول مونږ ته ډېره ګټه وکړه، تردې مخکې مو د اوبو پر سر شخړې کول، په بوجۍ سره مو خپله ویاله جوړول، تر دې مخکې زمونږ ځمکې ته په ۲ ساعتونو کې اوبه رسېده خو اوس په ۲۸ دقېقو کې رسیږي، زمونږ د کروندې او بڼوالۍ حاصلات دوه چنده شوي دي.»
په ورته وخت کې د اوبولګولو د کانالونو د جوړولو په هکله دهرات ولایت د غوریان ولسوالۍ یوتن بزګر محمدداوود وویل: «مونږ بزګران ډېرې ستونزې درلودې خو اوس مو ستونزې هوارې شوي دي، تر دې مخکې مو ویاله ډېره خرابه وه، د اوبو ضایعات ډېر و اوس چې مو ویاله جوړه شوې ده د اوبو ضایعات نه لرو.»
په لوېدیځ زون کې پروت هرات هغه ولایت دی، چې ډېری کرنیزې ځمکې لري. په دې ولایت کې د اوبولګولو کانالونه جوړول د کرنیزو توکو د زیاتوالي په برخه کې رغنده رول لري. زعفران، انګور، بادرنګ، پسته، انځر، زېره، آلوئه‌ورا او شات ددې ولایت د ارزښت لرونکو محصولاتو په ډله کې دي.



t