کرنې وزارت: د هېواد ټولو ولسوالیو ته د څارویو روغتیایي چوپړونه رسېدلي

کرنې وزارت: د هېواد ټولو ولسوالیو ته د څارویو روغتیایي چوپړونه رسېدلي

په افغانستان کې د کلیوالو سیمو کابو ۸۰ سلنه وګړي په کرنه او مالدارۍ بوختې دي او کرنه او مالدارۍ د دغو وګړو په معیشیت کې خورا ارزښتمن رول لوبوی. افغان حکومت غواړي چې د کلیوالو سیمو اقتصادي وضعیت ته ډېره پاملرنه وکړي او دغه کار د حکومت له لومړيتوبونو څخه دی. په هېواد کې د کرنې او مالدارۍ په پرمختګ او د مالدارۍ او کرنیزو توکو د پروسس په برخه کې ډېر ټینګار کیږي، ځکه دواړه برخې د هېواد په اقتصادي پرمختګ کې خورا مهم رول لوبوی.
د کرنې ترڅنګ مالداري هم اقتصادي ارزښت لري او یو شمېر کورنۍ په تېره کلیوالو کورنیو د خپلو کورنیو يوه اندازه لومړني اقتصادي اړتیاوې د کورنیو حیواناتو په ځانګړي ډول له غواګانو، وزو او مېږو څخه پوره كوي.
مالداران د خپلو څارويو د پالنې لپاره د وس مطابق بوس، واښه، شوتلې، پروړې، کونجاړه، د جوارو واښه او یو شمېر نور خوراکي توکي برابروي؛ خو ددوی د مالدارۍ دودې اصلي لامل د څارویو روغتیا ده، چې باید ورته ډېره پاملرنه وشي.
ناروغي هغه څه دي چې څاروي ترې کړېږي. د ډېرو مال پالوونکو غوښتنه دا ده، چې په حکومتي کچه دې د دوی په سيمو کې د څارويو روغتيايي وړيا خدمتونه لا زيات شي.

د لوګر ولایت د محمدآغې ولسوالۍ یوتن اوسیدونکی حبیب الله وویل، چې د ناروغیو پر مهال په ډېری مواردو کې یې څاروي له دې کبله له منځه تلل، چې ډاکټر او درمل ته یې لاس رسي نه درلود. هغه وویل، چې اوس حیواني کلینیکونه ډېر شوي او په اسانه توګه د خپلو څارویو درملنه کوي. هغه وویل: «اوس حیواني کلینیکونه ډېر شوي دي، خو ددغو کلینیکونو شمېر باید زیات شي، لرو پرتو سیمو کې دې هم حیواني کلینیکونه جوړ شي.»

د حیواني کلینیکونو ترڅنګ د هېواد په یوشمېر سیمو کې د څارویو ګرځنده روغتیاپالان هم د مالدارو کورنیو چوپړ کوی. ددغو وټرنرانو له ډلې یو هم صفي الله دی، چې د کرنې او مالدارۍ وزارت له خوا د څارویو د روغتیا په برخه کې روزل شوی دی. هغه وویل، چې د روزنې پر مهال يې د نظري زده کړو تر څنګ عملي کار ډېر کړئ دی.
صفي الله وویل: «مخکې مو دومره ګټور کار نه و زده کړئ، اوس که زه له هر ډول حيواني ناروغۍ سره مخ کېږم، کولای شم، په ډېر ښه ډول يې درملنه وکړم. ما ته يې موټرسايکل هم راکړی او هڅه کوم چې ټولو سيمو ته په خپل وخت رسيده ګي وکړم.»

صفي الله وويل: «څومره چې د انساني ناروغيو د درملنې لپاره ډاکتر ته اړتيا ده، د څارويو د ناروغۍ د درملنې او مخنيوي لپاره هم اړتيا ليدل کېږي. اوس به انشاالله د څارويو ښه درملنه وشي.»

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د حیواني روغتیا ریاست چارواکي وایي، چې د هېواد ټولو ولسوالیو ته د څارویو روغتیایي چوپړونه رسېدلي او د نوي پلان په پلي کېدو سره به د دغو خدماتو لمن نور هم پراخ او معیاري شي.
یاد چارواکي وايي، چې په دغو چوپړونو کې د حیواني ناروغیو مخنیوی، درملنه او د حیواني ناروغیو قرنطین کول شامل دي.
د کرنې وزارت د حیواني روغتیا مشر احمد مختار محسیني وایي، چې د هېواد په کچه د څارویو ۱۱۵۰ راجسټر شوي کلینیکونه شتون لري، چې د هېواد په ټولو ولسوالیو کې د مالدارانو په چوپړ کې دي. هغه وویل، یاد ریاست هلې ځلې کوي، چې د هېواد په کچه ددغو کلینیکونو شمېر ډېر کړي ترڅو د څارویو روغتیایي کلینیکونو ته د مالدارانو لاس رسی ډېر شي.
ددې ترڅنګ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د خلکو په ګډون د کرنې او مالدارۍ پروژه « CLAP» له ۲۰۱۳ ام کال را په دې خوا دنورو کړنو ترڅنګ د افغانستان په ډېرو ولایتو نو کې مالدارانو په ځانګړې ډول کوچیانو ته د څارویو روغتیایي چوپړونه وړاندې کوی.
د خلکو په ګډون د کرنې او مالدارۍ پروژه، چې د افغانستان لپاره دهالنډ کمېټې په همکارۍ پلي کیږي د څارویو د روغتیایي چوپړونو ترڅنګ د پارا‌ وټرنرانو د روزنې په برخه کې هم فعالیت کوی.
دغه پروژه له کوچیانو څخه ۴۳ وړ کسان تر پېژندګولي وروسته د پارا وټرنرۍ شپږ میاشتنی کورسونو ته معرفي کړي، چې تر فراغت وروسته سم دستې ورته مجهیز حیواني کلینیکونه جوړ شوي دي. اوس هم د یادې پروژې له خوا د دوی مالي او تخنیکي ملاتړ کیږي.
دغه راز ددې پروژې له لارې ۹۸ هغه پارا وټرنران، چې په سیمه ییزو حیواني کلینیکونو کې کارکوي تخنیکي او مالي ملاتړ تر لاسه کوی، چې په ترڅ کې یې دوه میلیونه او ۴۵۹ زره او ۴۷۱ څاروي د حیواني ناروغیو پروړاندې خوندي شوي دي. ددې ترڅنګ د ۸۷۱ زره او ۳۵۲ څارويو درملنه شوې او یو میلیونه او ۴۱۳ زره او ۳۱۶ څارویو ته د چنجیو ضد درمل ورکړل شوي دي.
دغه راز ۵۳ حیواني کلینیکونه بیارغول شوي او په عصري توکو سمبال شوي دي. په ورته وخت کې د وټرنرۍ د ۴۹ کارکوونکو تخنیکي او مالي ملاتړ شوی او ترڅنګ یې ۲۳۳ پارا وټرنران هم روزل شوي دي.
همداراز د څارویو د معمولو ناروغیو پروړاندې د واکسینونو کمپاینونه هم تر سره شوي دي، چې روان کال کې به هم تر سره شي.

د یادولو ده، چې د حیواني کلینیکونو له لارې د درې زره او ۹۷ بېوزله کوچي کورنیو دڅارويو د درملنې او وقایې ترڅنګ د دوی څارویو ته د چنجیو ضد درمل او د څارویو د روغتیا په برخه کې دوی ته وړیا روزنې او سلا مشورې هم ورکړل شوي دي.

د خلکو په ګډون د کرنې او مالدارۍ پروژه « CLAP» په پام کې لري، چې روان کال د هېواد په کچه ۱۱ نوی کلینیکونه ترمیم او په وسایلو سمبال کړي. ددې ترڅنګ د ۱۳۰ هغو پارا وټرنرانو تخنیکي او مالي ملاتړ کوی، چې د څارویو په سیمه ییزو کلینیکونو کې کار کوي، چې په پایله کې یې ۷۴۰ زره څاروي د ناورغیو پر وړاندې خوندي کیږي او ترڅنګ یې د ۲۳۷ زره او ۶۳۴ ناروغو څارويو درملنه او ۲۹۸ زره او ۹۵۵ څارویو ته د چنجیو ضد درمل ورکول کیږي.

د وټرنرۍ له ۴۹ کارکوونکو سره مالي او تخنیکي مرستې کیږي او د ۷۰ پارا وټرنرانو د وړتیا لوړولو په پار روزنیزې برنامې په لاره اچول کیږي. دغه راز د حیواني کلینیکونو له لارې د کوچیانو د ۳۹۰ بېوزله کورنیو او ۲۰۰۰ نورو کوچیانو د مالونو د درملنې او وقایې ترڅنګ ددوی مالونو ته د چنجیو ضد درمل هم ورکول کیږي. ددې ترڅنګ د حیواني کلینیکونو له لارې دوی ته د څارویو د روغتیا په پرخه کې وړیا تخنیکي سلا مشورې هم ورکول کیږي.
په هېواد کې د څارویو شمېر څه باندې ۳۰ میلیونه اټکل شوې، چې په هره ولسوالۍ کې ورته یو روغتیایي مرکز پرانیستل شوی او د وترنرۍ د کارکوونکو له‌خوا یې درملنه کېږي.
باید وویل شي، چې په وروستیو کلونو کې په هېواد کې د څارویو او چرګانو د روزنې زرګونه لوی او واړه فارمونه جوړ شوي، چې په زرګونه خلک په‌کې په کارونو بوخت او محصولات‌یې هم ډېر شوي دي.

سرچینه: بزګر اونیزه



t