فضا ته ليفټ

فضا ته ليفټ

موږ بام ته په دوه ورځې نسو ختلای خو نړیوال فضا ته د ليفټ جوړولو طرحه جوړوي.

د جاپانيو پوهان تر منځ اوس پر دې سيالي روانه ده چې فضا ته د ليفټ جوړولو بهترينه طرح جوړه کړي.

د دغه ليفټ لوړوالی شپږ دېرش زره کيلو مټره دی او د ځمکې تر ثابت مدار پورې به رسېږي.

دغه ليفټ به په يوه وار اته تنه فضا ته وړي او ځغاسته به يې په ساعت کې دوه سوه کيلو مټره وي.

تمه ده چې په دوه زره او پنځوسم کال کې به دغه ليفټ جوړ شي.

تراوسه پوري دوی په سيالي کې دي ترڅو مهمه او اړينه طرحه جوړه او له مخې يې نور اجرات وکړي



t