سلمان خان د یوې خپروني لپاره په۱۳ اونیو کي ۴۰۳ کروړه روپي اخلي

سلمان خان د یوې خپروني لپاره په۱۳ اونیو کي ۴۰۳ کروړه روپي اخلي

د باليووډ مشهور سېنمايي ستورى او د بالیووډ خان سلمان خان چي د بالیووډ د مشهور سېنمايي ستورو څخه شمارل کېږي او  زیات کامیابه فلمونه يي جوړ کړي دي، نه یوازي دا چي نوموړی په زیات پیسو فلمونه جوړوي او هم يي فلمونو د ښه بازار درلودولو له امله زیات کامیاب سول، همدارنګه په ټلويزيوني خپرونه کي هم مخینه نه لري. هندي رسنیو ویلي دي چی نوموړي د تلویزیوني خپرونو د چلولو لپاره تر ټولو زیاتي پیسي اخلي

نوموړی له تېرو لسو سيزنو څخه د بګ باس خپرونې کوربه توب کوي او د هغې په بدل کې بېخي ډېرې پېسې اخلي. د بګ باس خپروني دولس سیزنه خلاص سوی دي او د ۱۳ م سیزن د جوړولو لپاره یي پر ابتدایي موضوعاتو کار روان دي او ډېر ژر به یي ۱۳ م سیزن هم جوړ سي.  دا چي د بګ باس خپرونه په هند کي دېر زیات مینوال لري نو د دې یو راز هم سلمان خان دي چي همدي خپروني ته يي زیات اهمیت او شهرت ورکړي دي. د همدي خپروني چلوونکي د همدي لپاره د یادي خپروني د هر پړاو لپاره سلمان خان غوره کوي، که څه هم سلمان خان هر څومره پېسې غواړي، خو دوى پېسو ته نه ګوري.

د هندي رسنيو د راپورونو تر مخه، د بګ باس ١٣م پړاو وياندوي به هم سلمان خان کوي او د هر کال په څېر سږکال هم نوموړي د تېر په ځاى د ډېرو پېسو غوښتنه کړې ده. سلمان خان په بګ باس خپرونه کي هره ورځ نه راښکاره کېږي، بلکې هغه په اونۍ کي دوه ورځې د دغه خپرونې وياندوي يا کوربه توب کوي او د دغه دوه ورځو لپاره به هغه ته ٣١٠ ميليونه هندي روپۍ ورکول کېږي.

د بګ باس په دې پړاو کي به سلمان خان ١٣ اونۍ راښکاره کېږي، نو هغه ته به د ١٣ اونيو لپاره ٤٠٣ کروړه يا هم ٤ ميليارده او ٣٠ ميليونه هندي روپۍ ورکول کېږي، چې د تېر کال د خپرونې په پرتله دا پېسې ډېرې دي. د يادونې وړ ده، چي په هندي سېنما کي ډېرى فلمي ستوري د يو فلم لپاره له ١٣٠ څخه تر ١٤٠ ميليونه پورې هندي روپۍ ترلاسه کوي، خو سلمان خان به بيا د دوه ورځو د خپرونې لپاره ٣١٠ ميليونه هندي روپۍ اخلي، حال دا چې يو فلم لږ تر لږ له يوې مياشت څخه نيولې بيا تر ٣ مياشتو موده کي جوړېږي.



بالیووډ فلمي نړۍ
t