په اسلامي خلافت کې د واک انتقال څرنګوالی/اوه دیرشمه – برخه

په اسلامي خلافت کې د واک انتقال څرنګوالی/اوه دیرشمه – برخه

د څو لمړنیو مقتدرو عباسي واکمنانو وروسته د خلافت دربار د سیاسي خونړیو سیالیو په ډګر بدل شو، بی له شکه چې د واک تږي خلفا هم پدی ګډوډیو کې یو ډول ښکلیل ول ځکه دوی ډیره علاقه درلوده چې د یو جنګي ډلی په اوږو خلافت ته ځاونونه ورسوي.
ندوي لیکي چې یاد کشمکشونو نه یوازی دا چې د خلافت د زوال سبب شو بلکی دی سره اخلاقي حالت هم مخ په خرابیدو و.
اوس نو داسی یو ځوکمن خلیفه ته اړتیا وه چې د خلافت اعتبار او برم بیرته ژوندی کړي او سیاسي وضعیت د ثبات لوری ته سوق کړي، چې دا کار د یو متعهد او اصلاحپاله شخصیت پرته ناممکنه وه ځکه چې د اتباع او خلافت ترمنځ يو لوی چاود پیدا شوی و.
پدی حساسو شرایطو کې مهتدی بالله د واک قیضه لاس کې ونیوه.
نوموړی چې سیرت یې مورخینو ښه ښودلی هڅه وکړه چې یو لړ اصلاحات رامنځته کړي. نوموړی په لمړي قدم کې د(قبته المظالم) په نوم یوه ماڼۍ جوړه کړه،چې پدی ماڼۍ کې به پخپله د خلکو عرض و داد اوریده، امر بالمعروف یې بحال کړ، شراب او زنا د اودرولو حکم یې جاري کړو، د سردارانو ظالمانه اعمال یې کنترول کړ او هره دوشنبه او پنجشنبه یې د کاتبانو سره حساب کتاب کول پيل کړ.
دا ناڅاپي بدلون نه یوازی د امیرانو په مزاج برابر نه و بلکې عوامو هم د مخالفتونو ګونګوسی پیل کړل. او یو شمیر لا پدی فکر کې شو چې نوموړی خلیفه له مخی لیری کړي.کله چې خلیفه پوه شو اصلاحات یې بریالي ندي بله لاری یې غوره کړه.
ابن اثیر ليکي:
چې خلیفه وتوانید چې محمد بن بغا او ورونه یې میسون او مفلح بندیان کړي، وروسته یې محمد بن بغا قتل کړو او د هغه بل ورور موسی څخه یې د فوځ مشری واخیست او باکباک ته وسپاره او هم یې باکباک ته امر وکړ چې موسی ووژنه، خو مسعودي بیا لیکي چې خلیفه دواړو(باکباک او موسی) ته د یو بل د وژلو اجازه ورکړه.
باکباک چې موسی ته لاړ د خلیفه پلان یې ورته وویل دواړو موافقه وکړه چې د خلیفه خلاف به یو ځای عمل کوي، خلیف چې لدی پیښی خبرشو، باکباک یې قید کړو، او دی سره د ترکانو شورش پیل شو، له خلیفه یې دا وضاحت غوښتل چې ولی یې محمد بن بغا یې وژلی او باکباک بندي کړی.
ابن اثیر ليکي:
کله چې پر خلیفه د ترکانو فشارونه ډیر شول نوموړی یو تجربه کار سردار(صالح بن علي بن یعقوب بن منصور) سره مشوره وکړه چې څه باید وکړي، هغه مشوره ورکړ چې د باغیانو مشر ووژنه دوی پخپله قراریږي همداسی د ابومسلم خراساني سره هم شوی وو، چې خراساني ووژل شو ټول پلویان یې آرامه شول.
خلیفه هم د صالح د مشوری سره سم عمل وکړ خو خبره بل ډول شوه.
ترکانو خلیفه ګرفتار کړ او هرچا به تری پوښتنی کولی ولی دی داسی کول ولی دی هغسی کول خلیفه هم په ارامه ځوابونه ورکول د مسعودي په قول بحث ښې لوري ته روان و چې پدی وخت کې د سلیمان بن وهب په نوم یو کس غږ وکړ دا بحثونه بس کړی که دا کس(خلیفه) فرصت وموند ټوله قومي شیرازه مو دړی وړی کوي.
دا خبره نه وه سم غضب و ځکه چې دی خبری سره سم یوه توره د خلیفه شارګ غوڅ کړاو د خلیفه وینه یې وڅښله، ګوزار والا د باکباک تره ځوی و چې په همدی وخت کې د شرابو نشه کې غرق و.
په تواریخو کې دا پیښه په پوره تقصیل راغلی ما د وخت کمښت له لحاظه مختصرآ بیان کړ.
ترکانو د دی لپاره چې وضعیت زر کنترول کړي ابوالعباس بن متوکل ملقب په معتمد بالله یې چې دا مهال زندان کې و د خلافت پر تخت کښیناوه(۲۵۶ هجري قمري) او موسی بن بغا چې د پاڅون قاید و د بیعت چاری تکمیل کړل او هم عبیدالله بن یحیی بن خاقان د وزارت منصب ونیوه.
یادونه: ځینی مورخینو باکباک باکیال لیکلی ځینو باکبال لیکلی خو طبری باکباک لیکلی ما هم همدا نوم وکارولو.

انځور: د عباسي دوری یو انځور دی قضیی پوری تړاو نلري.

اکبر شیر



اسلام، اسلامي خلافت
t