سونا کشي د چا نصيحت ستوري کړه؟

سونا کشي د چا نصيحت ستوري کړه؟

وايي سونا کشي ته يو چا په نصيحت کولو ستوری جوړه کړه، سونا کشي به چا نصيحت کړی وي؟

کله چې سوناشکي سنها د بالیووډ په «دبنګ» فلم کې خپل سېنمايي دند بهیر یا کېریر پیل کړ، هغه وخت یې وزن ۹۰ کیلو ګرامه و او په دومره زیات وزن درلودلو هغې هيڅ فکر نه کاوه چې یو وخت به د دې سېنما د وتلیو ستوریو په کتار کې وګڼل شي.

خو د سلمان ‌خان یوه نصیحت نه یوازې د هغې په وزن کمولو کې مهم رول ولوبه، بلکې د «دبنګ» فلمونو مرکزي ممثله یې په کمه موده کې د بالېووډ په مشهورې ستورې بدله کړه.

د هندي سېنما دې وتلې ستورې سوناکشي سنها په بالیووډ کې په لومړي ځل د کاسټیوم ډیزاینرې کار پیل کړ، خو سلمان‌ خان ورته وویل چې خپل وزن کم کړي او په نورو برخو کې هم خپله وړتیا څرګنده کړي.

د هندي رسنیو د مالوماتو له مخې، هغې د سلمان ‌خان نصیحت په عملي کولو پیل وکړ او په تدریج یې خپل ۳۰ کیلو ګرامه وزن کم کړ او په ۲۰۱۰ مېلادي کال کې يې له سلمان‌ خان سره په «دبنګ» فلم کې په لومړي ځل را ښکاره شوه چې په دې سره یې ډېر مینه‌وال پیدا کړل.

سوناکشي سنها د یوې مرکې پر مهال له سلمان ‌خانه مننه کړې چې د زون په کم والي کې یې ورته ښه مشوره ورکړې او په وینا یې اوس له خپل وزنه راضي ده.

یاده دې وي چې سوناکشي سنها «راوډي راټهور»، «دبنګ۲»، «لټیرا» او «بلټ راجا» فلمونو کې کار کړی او تمه ده چې هغه له سلمان‌ خان سره په «دبنګ۳» فلم کې هم د مرکزي اداکارې رول ولوبوي.



t