ایا عقل او وجدان مو فطري پیغمبران نه دي؟

ایا عقل او وجدان مو فطري پیغمبران نه دي؟

 

د ملحدینو د سوال ځواب- عبدالغفار جُبیر

سوال: داچي هر انسان عقل او وجدان لري، و بل پیغمبر ته څه ضرورت دی، ایا عقل او وجدان فطري پیغمبران نه دي؟

ځواب: تاسي سوال غلط کړیدی، پیغمبر هغه انسان ته ویل کیږی چي د الله له لورې د انسانانو د اصلاح لپاره رالیږل سوی وي.

عقل څه شی ته وايي؟

عقل په لغت کي و تړلو او بندولو ته وایي،له همدې کبله عقل هغه قوه ده چی انسان له بدو څخه بندوی، تړی او ژغوری یا په بل عبارت عقل هغه قوه ده چې په حقیقي ډول سره د یو شی پیژندنه کوي،یا په بل عبارت عقل هغه قوت او توان دی چي غلطي وپیژني.

عقل د انسان هغه نوراني قوت دی چی کله د انسان حواس کار پریږدی او مخته چي انسان کومه لارښوونه ولاسته راوړی هغه عقل دی،دلته د عقل څخه مراد کامل عقل دی نه ناقص عقل، او کامل عقل کوچنی، لیونی او بې عقل نلری.

عقل پردوه قسمه دی( عقل معاش، عقل معاد)

۱: عقل معاش: دا هغه عقل دی چی هرڅه په دنیا پوری تړی، دا عقل خپل ټول توان اوطاقت په دنیاوی امورو کی مصرفوی ، هر کار چي کوی که یی دنیاوی ګټه پکښې وه هغه کوی اوکه نه وه نونه یی کوي.

۲: عقل معاد: دا هغه عقل دی چی الله جل جلاله و انبیاء، علماء، اولیاء اوصلحاء ته ورکړی دی، دا عقل خپله ټوله انرژی د اخرت لپاره مصرفوي، ددې عقل اصل مقصد د اخرت سوکالی ده او بس.

اوس تاسي راته ووایاست چي تاسي کوم عقل لری؟ تاسی صرف عقل معاش لری، او بس، او تاسو په سوال کي کوم عقل ته اشاره کوی؟ چي له هغه څخه د پیغمبر کار اخلي؟

وجدان څه شی دی؟

وجدان د انسان هغه باطني قوه ده چي ټول احساسات که د خوښیو دي او که د غم دي د هغه ادراک کولای سي.

اوس تاسي دغه قوه محسوسولای سی، چي پیغمبر یې بولی؟ هر حیوان وجدان لري، د غم او خوښیو احساس کولای سي، تاسي کوم وجدان پیغمبر بولئ؟ انساني وجدان که حیواني؟ ایا په دغو دوو وجدانو کی کوم توپیر سته؟

تاسي ملحدین عقل معاش لری، او عقل معاش مو دنیوي امور سمبالوي حال دا چي پیغمبر مو الهي احکامو ته سوق کوي، د دنیا او اخرت ښېګڼه مو په برخه کوي، ددې دوو تر منځ د مځکې او اسمان په شان توپیر دی، یو مو دنیا ښه کوي، بل مو دنیا او اخرت دواړه ښه کوي، تاسو څومرې وړکی دماغ لرئ چي د عقل او پیغمبر توپیر نشی کولای.

ک وجدان پیغمبر سي، ایا وجدان تاسي سوکالې او نېکمرغۍ ته رابللای سي؟؟ نه هیڅکله نه.

ایا عقل هر څه کولای سي؟

۱: دغه عقل معاش درته وايي چي شراب څیښه لکه تاسي ټول ملحدین چي یې څیښئ، و تاسو ته معلومه ده چی شراب تر ۱۰۰ اضافه د مهلکو ناروغیو سبب ګرځي، په ټوله نړۍ کي هیڅ درست انسان شراب نه څیښي، هغه که مسلمان وي او که غیر مسلمان وي، ایا دلته صرف عقل کفایت کوي؟

۲: ستاسو ملحدینو عقل درته وايي چي د یوه حیوان په شان له هر چا سره جنسي اړیکي نیسئ، چي دغه جنسي اړیکي د ایډز په شان او داسي نورو مهلکو ناروغیو سبب نه ګرځي؟؟؟ ایا په میلیونهاوو انسانان دې ناروغیو نه دي وژلي؟؟؟ ایا صرف عقل کفایت کوي؟

۳: ستا سو عقل درته وايي چي هر ځای مو هر شی پیدا کړ هغه ستاسو دی، ایا ددې ناروا عمل په نتیجه کي په میلیون هاوو انسانانو ژوند د لاسه نه دی ورکړی؟؟؟ ایا صرف عقل کفایت کوی؟

۴: هغه عقل چي انسان ته سوکالي او نېکمرغي په برخه کوي هغه عقل معاد دی، ایا تاسي عقل معاد لری؟ نه هیڅکله نه.

۵: ستاسو عقل درته وايي، چي کمزوري خلک ختم کړي بیا به مو امپراطوري او طاقت دائم وي، لکه چي دا یو اصل د سوشل ډاروینیزم (Social Darwinism)هم دی، چي نازیانو، روسانو همدا نسخه کار کړه، ایا په دې نسخه او مفکورې کي په میلیونهاوو انسانان له منځه ولانه ړل؟؟؟ ایا دلته صرف عقل کفایت کوی؟؟؟

۶: ستاسو عقل تاسو ته وايي چي کله یو انسان ووژل سو، د یوه انسان ژوند خو و لاړئ نو هغه قاتل باید ونه وژل سي، چي اخر دغه قاتل بیا په موټر کي سپور وي او هسي خلک تر لاندي کوي، چي داسي پیښې د نړۍ په ګوټ ګوټ کي ورځنی کار دی، ایا دغه ستاسو دعقل فلسفه ده؟؟ ایا تاسی دغه عقل پیغمبر بولئ؟؟؟

و بل لور ته الهی وحي او پیغمبر درته وايي چي دغه قاتل قتل وکړ، یوه کورنۍ یې خرابه کړه، ددې لپاره چي نورې کورنۍ د غم پر ټغر باندي کښې نه نوي باید دغه قاتل ووژل سي، ستاسو ملحدینو عقل و بشري ټولنې ته د غمونو ټغر هواروي او الهي پیغمبر یې ټولوي، څومرې ښکاره توپیر دی..!؟؟ ایا دغه ناقص عقل درته کفایت کوي

او داسي نور په زرها وو بیلګې سته چي صرف عقل کفایت نه کوي

۷: عقل ضروری دی، خو کفایت نه کوي،یو څوک غواړي چي ډاکتر سي، و ده ته ۱۲ ټولګۍ ضروري ده خو کفایت نه کوي، نو عقل د انسان لپاره ضروري دی خو کفایت نه کوي.



آدب او کلتور اسلام
t