د کوکنار کښت کم شوی، خو کروندګر د مرستو په تمه دي

د کوکنار کښت کم شوی، خو کروندګر د مرستو په تمه دي

د ننګرهار ولايتي چارواکي وايي، دغه ولايت کې يې د کوکنارو د کښت کچه ترنيمايي ډيره کمه کړې او ډير ژر به پاتې ولسواليو کې هم د کوکنارو د کښت کچه تر صفر ورسوي.

بلخوا کروندګر بيا وايي، د کوکنارو د کښت مخنيوي په مقابل کې ورسره د بديل معيشت پروژو د پلي کېدو ژمنې شوي؛ خو د عمل برخه يې ډيره کمه ده.

د ننګرهار چارواکو او کروندګرو دا څرګندونې د چنګاښ په لومړۍ نېټه جلال اباد ښار کې د امريکا غږ تلويزيون له لورې د نشه يي توکو د کښت مخنيوي په اړه جوړ شوي يو ورځني کنفرانس کې وکړې.
دغه کنفرانس ته د ننګرهار د بېلابېلو ولسواليو کروندګر ورغوښتل شوي و، چې نېغ په نېغه يې خپلې غوښتنې او پوښتنې له مسئولينو سره شريکې کړې.

«د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل وويل، د کوکنارو د کښت ګټه يوازې پنځه سلنه د کروندګرو لاسته ورځي او پاتې ۹۵ سلنه يې د قاچاقبرو، مافيايي کړيو او وسله والو ته ورځي.
دی زياتوي، وسله والې ډلې تر ډيره د جګړو لپاره پيسې له همدې لارې لاسته راوړي او بيا يې د عامو افغانانو په وژلو او عامه ځايونو په ورانولو مصرفوي.»

هغه وايي، چې سږکال به د کلیو پراختيا ادارې له لوري په دې ولایت کې د کرنې په برخه کې د دوه ميليارده افغانیو په لګښت ګڼ شمېر پروژې پلې شي.

د ننګرهار د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې رئيس ادريس ساپي وويل، چې دغه ولايت کې د تېرو کلونو په پرتله د امنيت ساحه پراخه شوې او ور سره د کوکنارو د کښت مخنيوی هم شوی دی.

نوموړي وويل، په دغه ولايت کې يې د کوکنارو د کښت په اړه بشپړه سروې پيل کړې او ډير ژر به په ډاګه شي چې د کوکنارو کښت تر نيمايي زيات کم شوی دی.

«په همدې حال کې د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رئيس ذبيح الله حسنزي وويل، چې د کوکنارو د کښت مخنيوي لپاره دوی د بېلابېلو ادارو په مرسته د بديل معشيت پروګرامونه پيل کړي چې تر پخوا يې غوره والی په دې کې دی چې د کروندګرو په خوښه او د هغوی د اړتيا مطابق مصرفېږي.»

دغه راز د کليو پراختيا رئيس انجينر مجيب الرحمن ضياء هم وويل، چې دوی له حصارک او شيرزادو پرته په ټولو ولسواليو کې د بيارغونې پروژې پيل کړي او ډير سهم هغو ولسواليو ته ورکول کېږي چې د کوکنارو د کښت کچه په کې ټيټه شوې وي.

خو کروندګرو ويل د بديل معشيت په برخه کې ورسره تر ډيره مرستې نه دي شوي او ژمنې همداسې پر خپل ځای ولاړې دي.

د سره رود ولسوالۍ يو کروندګر محمد حسن وويل، کروندګرو سره د سرې او اصلاح شويو تخمونو مرسته کيږي؛ خو بسنه نه کوي.

دغه راز د نازيانو ولسوالۍ يو کروندګر سيد قيوم بيا د کوکنارو د کښت د مخنيوي لپاره د نورو حاصلاتو د بازار مومندنې غوښتنه وکړه.

نوموړي وويل، کوکنارو پسې اخېستونکی تر پولې او پټي ورځي خو د نورو حاصلاتو لپاره بايد کروندګر په بازارونو وګرځي او خپل حاصلات خرڅ کړي چې ډير کله يو حاصل د خپل مصرف پيسې هم نه پوره کوي.

خو چارواکو ژمنې وکړې چې د دغو ټولو ستونزو د حل لپاره يې په خپلو لنډمهالو او اوږدمهالو مهالوېشونو کې ځای ورکړی او د کروندګرو ټولې ستونزې به ورو ورو حلوي.

د دغه کنفرانس پر مهال د کرنې، کليو پراختيا او نشه يي توکو مبارزې رياستونو مسئولينو په اړوندو برخو کې د ګډونوالو پوښتنې ځواب او د کارونو د ترسره کولو ژمنې يې ورسره وکړې.



t