ایران پر امریکا سایبري بریدونه زیات کړي

ایران پر امریکا سایبري بریدونه زیات کړي

د امریکا او ایران د ناندریو له پراخیدو سره د فارس خلیج حوزه کې د امریکا اړوند ځینو شرکتونو پر دوی د ایران د سایبري بریدونو د زیاتوالي خبر ورکړی.

دوی ویلي، چې بریدونه د ایران اړوند شرکتونه ورباندې کوي او غواړي په اقتصادي برخو لکه: نفت، ګازو او نورو کې یې اطلاعات ترلاسه کړي.

معلومه نه ده، چې تراوسه ترسره شوي بریدونه کامیاب شوي کنه؟

امریکا او ایران دواړو په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.

خو امریکا پلوه شرکتونو ویلي، چې د ایران سایبري بریدونه یې کارونه ننګولي دي.



t