خټک: پاکستان هڅه وکړه، چې افغان حکومت کمزوری کړي

خټک: پاکستان هڅه وکړه، چې افغان حکومت کمزوری کړي

نوموړي همدا راز پاکستان ته د ولسمشر غني د سفر په اړه ویلي، پاکستان هڅه وکړه، چې افغان حکومت کمزوری کړي ، خو اوس په دې پوهېدلی چې دا کار یې په وس نه دی پوره نو ځکه هڅه کوي له افغان حکومت سره خبرې وکړي.

خټک د افغانانو په لاس ثبات ته هيله مند دی او ویې ویل سوله يوازي افغانان را وستلای سي.

خټک اوسني افغانستان ته په اشارې سره وويل چې ولسمشر غني دواک په لومړيو کې دې هېواد سره يو شمېر هوکړې لاسلیک کړې خو پاکستان عملي نه کړې ځکه دوی افغانستان ته د کمزوري فکر کړی وو، خو کله چې وليدل سول افغان دولت کمزوری نه دی اوس بيا کوښښ کوي ترڅو غني سره يوې هوکړې ته ورسيږي

پاکستانی پښتون سياستوال افراسياب خټک د افغانستان د اوسني سياسي حالت په درک سره تازه څرګندونې کړې او ويلي يې دي چې د سولې خبرو نتيجه بايد کابل کې مالومه سي.

افراسياب خټک پاکستان تورن کړی چې په دې ډول بې ګټو هڅو او خبرو غواړي خپلې ګټې خوندي کړي

تر دې وړاندې هم په کور دننه پاکستاني سياستوال هر کله خپل هېواد په ټولو چارو کې پر بولي

 

 




t