ایا د کوزدې وروسته طلاق واقع کیږي؟،

ایا د کوزدې وروسته طلاق واقع کیږي؟،

ايا وټساپ کې طلاق ورکول څنګه دي؟

 

مسلمه کندهار

سوال: یو کال کیږي چي زما کوزده سوېده،زماخاوند د کوزدې وروسته یې پخپل اواز کي د وتساپ له لاري طلاق راکړ، هغه دده اواز زما سره سته، ډېر بد اخطارونه راکوي، اوس دی وايي په کوزده کي طلاق نه واقع کیږي، ددې حکم څه دئ؟

ځواب: عبدالغفار جُبیر

دلته څو مسئلې په لاس راځي:

۱: ایا په مبایل طلاق واقع کیږي؟

بلې په مبایل، وتساپ یا تلیفون سره طلاق واقع کیږي، چي مېرمن خپل د خاوند اکاونټ او د خپل خاوند اواز پیژني، دا داسي دئ لکه مخامخ چي یو څوک خپله مېرمن مخامخ طلاقوي. (فتاوی دارالعلوم دیوبند /جواب: ۱۵۶۴۶۱ Fatwa: 240-177/N=3/1439)

۲: کله چي کوزده وسوه، خطبه وویل سوه، شاهدان ناست وه، مهر و ټاکل سو، همدا نکاح ده، له دې وروسته دغه ښځه دده سړي په عقد کي سوه، چي خاوند یې هر طلاق ورکولای سي، نو که مسئله همداسي وي لکه تاسو چي راليږلې ده، طلاق واقع سو.

۳: که چیري خاوند دي یو طلاق ویلي وي، اوس د خاوند لپاره تر درو میاشتو پوري موقع سته، تر څو چي پر مېرمنې باندی یې درې حیضه تیریږي که چیري خاوند رجوع وکړه، رجعي طلاق ختم سو، او کې چیري رجوع ونکړه، د ۳ میاشتو وروسته دغه رجعي طلاق بائین سو، بیا تجدید د نکاح غواړي او نوی مهر ټاکل غواړي، تر څو چي تجدید د نکاح و نسي، نکاح نسته، یوه خبره د یادولو وړ ده، که چیري دغه سړی او ښځه سره راضي وه، نوې نکاح دي وتړي او که راضی نه وو دوی سره خلاص دي.

(فتاوی عمانی ج ۲، پاڼه: ۳۳۵/ لیکوال: شیخ الاسلام مفتی محمد تقی عثمانی)

عبدالغفار جبير




t