کپتان څوک دی؟ جعفرهاند

کپتان څوک دی؟ جعفرهاند

دا ځکه لیکم چې ‌‌‌‌‌‌ځینو په دې اړه پوښتلی يم:
زما معلومات دا دي چې د پيدا شوې “ستونزې” د حل لپاره پرېکړه داسې شوې وه چې اصغر افغان به جنوبي افریقا ته ځي او هلته به له ټيم سره یو ځای کېږي. تر هغه مخکې د بور‌‌‌‌‌‌ډ مشر هم هلته تللی و. پرېکړه شوې وه که ګلبدین لازم وګڼل چې په افتخاري او موقتي ‌‌‌‌‌‌ډول بېرته اصغر افغان ته کپتاني وسپاري، بور‌‌‌‌‌‌ډ په کې ستونزه نلري، خو که داسې ونکړي هم بور‌‌‌‌‌‌ډ په کې ستونزه نلري او پرېکړه هماغه ده چې ګلبدین کپتان دی او وي به. ماته وویل شول چې همداسې شوې، خو اصغر افغان په هر دلیل چې دی لا هم ناراضه او په دې پرېکړې خوښ نه دی. د بور‌‌‌‌‌‌ډ مشر جنوبي افریقا ته د سفر پر مهال له لوبغاړو سره هم په انفرادي ‌‌‌‌‌‌ډول لیدلي او د تازه تغیراتو په اړه یې ورسره خبرې کړي دي. ماته وویل شول چې “اکثریت لوبغاړي” په تازه تغیراتو خوښ دي. خو دلته یوه خبره شته چې په “ارګ کې او ارګ نه د باندې ځينې مشخص افراد او اشخاص شته چې په کرکټ کې مداخله کوي”. د کرکټ بور‌‌‌‌‌‌ډ او د ملي ټيم ځينو چارواکو او لوبغاړو راته د ځينو “مشخصو سیاسي او ملکي چارواکو نومونه واخیستل”چې که ضرورت و، له اسنادو سره به یې خپاره کړم. زه وایم لطفآ د ولس دا خوشحالي مه تروړئ، باور وکړئ چې تاوان کوی. موږ ته وطن ګران دی، ځکه د وطن کرکټ راته ګران دی، چې دا نه وي، هېڅ ارزښت نه راته لري. د یو افغان او د افغانستان د کرکټ د یو خواخوږي په توګه له ټولو لوبغاړو غواړم چې ملي ګټې پر خپلو شخصي او سیاسي ګټو لوړې وګڼي. وخت حساس دی او نړیوال کپ یو غټ ټورنمنټ دی، باید په اتفاق او اتحاد سره ولاړ شي. اتل هغه دی چې حساس وخت کې د وطن لپاره قرباني ورکړي. اوس چې افغانستان بور‌‌‌‌‌‌ډ پرېکړه کړې چې د اصغر پر ځای بل لوبغاړی دا مسولیت په اوږو بار کړي، پرېږده چې دا کار وکړي. نورو ملي لوبغاړو ته ښايي چې ننګه یې وکړي او د وطن دا ماته کښتۍ پورې باسي. که هر لوبغاړی کپتان وي، وي دي او موږ ته همدا کفایت کوي چې د افغانستان لپاره لوبیږي، موږ ته ټول یو ‌‌‌‌‌‌ډول دي، خو په بې اتفاقۍ یې خپه کیږو او په دې کار افغانستان تاوان کوي. دوې باید وپوهیږي چې خدای ناخواسته که افغانستان معمولي تاوان وکړ، د دوی په لوی زیان تمامیږي.




تبصره وکړئ

avatar
t