د زعفرانو دتولید سږنۍ کچه به څه باندې ۲۰ ټنه وي

د زعفرانو دتولید سږنۍ کچه به څه باندې ۲۰ ټنه وي

د کرنې، اوبولګولو اومالدارۍ وزارت چارواکي وایي، سږنیو ورښتونو، اقلیمي شرایطو او تجربو تو په کتو اټکل کیږي، چې په هېواد کې د زعفرانو د تولیداتو سږنۍ کچه به ۲۰ مټریک ټنو ته ورسیږي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د زعفرانو د پراختیا ستر سلاکار محمدهاشم اسلمي وایي، چې د زعفرانو کروندو د حاصلاتو ټولولو وخت د لړم په میاشت کې پیلیږي او د لندۍ میاشتۍ تر پایه ادامه لري.

ښاغلی اسلمي زیاته کړه، چې د تېر کال زعفرانو کروندو ډېرېدا ته په کتو، د کرکېلي او تولید لپاره ډېر پیاز ترلاسه شوي دي.
هغه ورکشاپ کې، چې دکرنې وزارت له خوا د ولایتونو د کرنیزو خدماتو مدیرانو ته د زعفرانو د علمي معلوماتو او څېړنو په موخه په لاره اچول شوې وه، ښاغلي اسلمي د زعفرانو پر وروستیو علمي او څېړنیزو موضوعاتو خبرې وکړې

 

هغه وویل: «سږنیو ورښتونو، اقلیمي شرایطو او هغو تجربو ته په کتو چې په تېرو کلونو کې مو ترلاسه کړي دي اټکل کیږي، چې د زعفرانو سږنۍ تولید به ۲۰ ټنه وي. د زعفرانو حاصل ټولول د لړم په میاشت کې پیلیږي او د لندۍ په میاشت کې به په ډاګه شي، چې مونږ څو ټنه تولید لرو.»

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د زعفرانو په هکله د وروستیو علمي او څېړنیزو مالوماتو د شریکولو په پار د غبرګولي له ۲۶ تر ۲۷ نېټې پروې دوه ورځنۍ روزنیز پروګرام په لاره اچول شوې وه.
محمدهاشم اسلمي وویل، چې په دې روزنیز پروګرام کې د ۲۵ ولایتونو د کرنیزو خدماتو مدیران او همداراز دیوشمېر ولسوالیو د زعفرانو مدیران او د ترویج مامورین هم ګډون درلود. هغه وویل: «هر کال؛ د کال په پیل کې روزنیز ورکشاپ جوړو او د زعفرانو په هکله ټول نوي علمي او څېړنیز مطالب، چې دزعفرانو په هکله دي او دغه راز د زعفرانو په هکله اقتصادي مسایل، ننګونې او شته حل لارې ټول څېړو او د ۳۴ ولایتونو د کرنیزو خدماتو مدیرانو او دهغو ولسوالیو د ترویج مدیرانو چې په هغو کې د زعفرانو د کرکېلي کچه لوړي دي او د ولایتونو د زعفرانو مدیرانو سره شریک کوو.»

 

ښاغلی اسلمي زیاته کړه: «ددې لپاره چې زمونږ ټول همکاران نه شي کولای په نړیوالو کنفرانسونو کې ګډون وکړي او یاهغه نوي پلانونه چې وزارت یې لري او یا کوم بهرني متخصصین چې وزارت ته راځي او له مونږ سره یوشمېر موضوعات شریک کوي دوی نه شي کولای ورته لاس رسی ولري او یا کومې څېړنې چې په هند او یا نورو هېوادونو کې چې زعفران تولیدوي کیږي مونږ دغه موضوعات راټولوو او ددغو موضوعاتوغورچاڼ له خپلو همکارانو سره شریکوو.»

ټاکل شوې، چې ورته روزنیز پروګرام دهېواد په شمال زون کې هم په لاره واچول شي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د زعفرانو دپراختیا ستر سلاکار زیاته کړه، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا پر زعفران کارانو دزعفرانو د پیازو د وېش لړۍ هم څو ورځې مخکې پیل شوې ده. هغه وویل، چې سږ کال د کرنې وزارت پر بزګرانو ۲۵۰ مټریک ټنه د زعفرانو پیاز وېشي. ښاغلي اسلمي په ټینګار سره وویل، چې د کرنې وزارت له ټاکل شوي وخت او کچې څخه زیات زعفران تولید کړي دي. هغه وویل، چې تېر کال د زعفرانو د تولید کچه ۱۶ مټریک ټنه وه. ښاغلی اسلمي وویل، چې کرنې وزارت د تولید په برخه کې خپل مسوولیت په ښه توګه ترسره کړې، خو د زعفرانو د صادراتو په برخه کې که ووایو دا لړۍ ورو پر مخ ځي.
په ورته وخت کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د زعفرانو سترسلاکار وویل، که څه هم په وروستیو کلونو کې په هېواد کې د زعفرانو د تولید کچه د پام وړ زیاته شوې ده خو له دې سره سره بیاهم له هر هکټاره ځمکې څخه په کافي اندازه زعفران نه تولیديږي. محمدهاشم اسلمي وویل: «نوي څېړنې د تولید په برخه کې ده. دمثال په توګه د هر هکټار د تولید منځنۍ کچه باید اته کیلوګرامه وی، خو په خواشینۍ سره باید ووایم چې، زمونږ د بزګرانو تولید ۲.۵ کیلو ګرامه ده.»
ښاغلی اسلمي وویل، چې د کرنې وزارت له زعفران کارانو سره کارکوي ترڅو د في هکټار د تولید کچه شپږ کیلو ته ورسوي.



t