هغه دعآء چي د ابلیس او پوره لښکر لپاره یې سپر ده!

هغه دعآء چي د ابلیس او پوره لښکر لپاره یې سپر ده!

شيطانان خپل رئيس ابليس عليه لعنة ته راجمع سول او ابليس ويل : ( من لی بعروة بن الزبير؟ ) ( څوک ماته عروة بن زبير رضي الله عنه راولي؟ )! ( د ابليس مقصد دا و چي څوک سته چي ګناه ورباندي وکړي )؟

يوه ډله پورته سول او ويل : موږ يې راولو! نو ولاړل او بيرته راغلل او وې ويل : موږ پر هغه هيڅ قدرت پېدا نکړ.!

ابليس په قهر سره وويل : ( څوک ماته عروة بن زبير رضي الله عنه راولي؟ )!
بيا يوه ډله پورته سول او ويل : موږ يې راولو! نو ولاړل خو بيرته خالي لاس راغلل او ويل : موږ پر هغه هيڅ قدرت پېدا نکړ.!

ابليس بيا په داسي قهر او پورته ژغ سره وويل چي ګواکي مځکه وچول : ( څوک ماته عروة بن زبير رضي الله عنه راولي؟

)!
نو دريمه ډله پورته سول او ويل : موږ يې راولو! نو ولاړل او دا ډله هم بيرته خالي لاس راغلل او وې ويل : موږ هم پر هغه هيڅ قدرت پېدا نکړ.!

وروسته ابليس عليه لعنة پداسي حال کي چي له ډېره قهره او غضبه ايشېدی له خپلو خواخوږو سره يوځای وګرځېد.!

( پورته واقعه حضرت عمر بن عبدالعزيز رحمه الله بيان کړې )
دی رحمه الله وايي : چي پورته واقعه مي عروة بن زبير رضي الله عنه ته واورول نو هغه رضي الله عنه راته وويل : چي زما والد زبير بن العوام رضي الله تعالی عنه ماته بيان کاوه چي ما له نبي عليه السلام څخه واورېدل چي وې فرمايل : کوم څوک چي سهار او ماښام لاندنۍ دعآء لولي هغه شخص به د ابليس او د هغه له لښکر څخه محفوظ وي.!

هغه دعآء داده

( بِسْمِ اللهِ الرِّحْمنِ الرِّحِيْمِ ذِيْ الشَّأن ، عَظِيْمِ الْبُرْهَانِ ، شَدِيْدِ السُّلْطَانِ ، مَاشَآءَاللهُ کَانَ ، أَعُوْذُ بِاللهِ مِنَ الشَّيْطَانِ

)
( تاريخ ابن عساکر : ۴۰ ، ۲۶۷ )

پورتنۍ واقعه دا درس راکوي چي ابليس او د هغه پوره لښکر په حضرت عروة بن الزبير رضي الله عنه ددې عظيمي دعآء په برکت سره قدرت پيدا نکړ.!

ددعآء الفاظ خورا جامع او مختصر دي چي که څوک وغواړي نو په آسانۍ سره يې يادولای سي.!

مولوي محمد زکريا



t