د پولیسو لاسته راوړنې؛ د مختلفو جرمونو په تور یې ګڼ کسان نیولي

د پولیسو لاسته راوړنې؛ د مختلفو جرمونو په تور یې ګڼ کسان نیولي

کورنیو چارو وزارت د مختلفو خبرپاڼو په خپرولو سره د هېواد په مختلفو سیمو کې د یو شمېر پېښو او د پولیسو د لاسته راوړنو خبر ورکړی.

د وزارت د یوې خبرپاڼې له مخې تېره شپه د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د کاپیسا ولایت د کوهبند ولسوالۍ په اړوند سیمو کې د وسلو او ذ نشه يي توکو د قاچاقبرانو د نیولو په موخه یو لړ عملیات په لاره واچول، چې په ترڅ کې یې څلور تنه د وسلو او د نشه يي توکو د قاچاق په تور نیولي دي.
له یادو کسانو څخه دوه میله وسلې او یو شمېر نظامي مهمات او تجهیزات د پولیسو لاسته ورغلي دي.

د بلې خبرپاڼې له مخې:

د جوزجان ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو یو سړی د خپلې خوښینې د وژنې په تور د شبرغان ښار له اړوند سیمو نیولی دی.
دا کس هغه مهال د پولیسو له خوا ونیول شو، چې د خوښینې له وژنې وروسته یې تېښته غوره کړې وه.
له یاد کس څخه یو میل وسله هم د پولیسو لاسته ورغلې ده.

یاد شوي وزارت دغه راز ویلي چې:

د فاریاب ولایت د امنیه قومندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې پولیسو د پشتونکوټ ولسوالۍ لپاره د ترهګرو طالبانو د استخباراتو یو غړی د میمنې ښار له اړوند سیمو نیولی دی.
دا کس قاري خال محمد نومېږي، چې د فاریاب ولایت د پشتونکوټ ولسوالۍ د بیدکي کلي اوسېدونکی دی.

سرچینه په یوه بله اعلامیه کې وایي:

د بغلان ولایت د امنیه قومندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو د پلخمري ښار په اړوند سیمو کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې ۶۸ کیلو ګرامه نشه يي توکي د هیرویینو له ډوله کشف او ضبط کړل.
یاد توکي په یوه باروړونکي موټر کې په ځیرک ډول ځای پر ځای شوي وو او حامل کس یې غوښتل چې کندر ولایت ته یې ولېږدوي.
د یادې قضیې په تړاو یو تن نیول شوی دی.

همدا شان په یوه بله خبرپاڼه کې راغلي چې:
د کورنیو چارو وزارت د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د میدان وردګو ولایت د جلرېز ولسوالۍ په نورخېل کلي کې یو لړ ځانګړي عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې د ترهګرو طالبانو یو کلیدي غړي وژل شوی او یو بل یې ټپي شوی دی.
له یادو کسانو څخه یو میل پیکا، یو میل راکټ، یوه پایه مخابره او یو شمېر مهمات د پولیسو لاسته ورغلي دي.
د کورنیو چارو وزارت په یوه بله خبرپاڼه کې راغلي چې:
د کابل ولایت د امنیه قومندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې پولیسو یو کس د اتمې ناحیې د یوه مېشتي د وژنې په تړاو د لسمې حوزې له اړوند سیمې له پېژندنې وروسته نیولی دی.
دا کس اته ورځې دمخه د اتمې ناحیې د یوه اوسېدونکي تر وژنې وروسته تښتېدلی و.


t