د شمالي کوريا مشر يو جنرال غوښه خوړونکو ماهيانو ته واچاوه!

د شمالي کوريا مشر يو جنرال غوښه خوړونکو ماهيانو ته واچاوه!

عزت الله ذکي

شمالي کوريا کي ددغه هيواد د مشر کېم جونګ اون په دستور هغه جنرال چي د کودتا کولو په هڅو تورن سوی و، د جېمز بانډ د فلم په شېوه اعدام او جسد یې د پيرانا په نوم کوچني ماهيانو ته واچول سو.

د شمالي کوريا مشر د حکومت ضد دغه جنرال د هغه حوض په غاړه اعدام کړ، چي په غوښه خوړونکو ماهيانو (پيرانا) ډک و.

دغه جنرال چي نوم يې نه دی خپور سوی، شمالي کوريا کي د حاکم نظام پرضد د کودتا په هڅو تورن سوی و او تر نيولو وروسته هغه غوښه خوړونکو کبانو ته واچول سو، چي کېم جونګ اون خپل اوسېدنځای ته نږدې په يوه حوض کي اچولي دي.

مخکي له دې چي دغه جنرال ياد حوض ته اچول کيږي، لاسونه او پښې يې په چاقو ځني پرې کيږي.

ددغه حکومت ضد جنرال په اعدام کي د شمالي کوريا مشر له هغي شېوې کار اخيستی، کوم چي په ۱۹۷۷م کال کي د جېمز بانډ د (هغه جاسوس چي پرما عاشق و) په نوم فلم کي کار سوې وه.

ويل کيږي، د شمالي کوريا مشر په خپل اوسېدنځای کي يو ځانګړی حوض لري، چي له برازيل هيواد څخه رواړي پيرانا غوښه خوړونکي ماهيان يې پکي اچولي دي.


سيمه او نړۍ شمالي کوريا هر اړخيز او معلوماتي
t