کونړ: له واکسين د پاتې ماشومانو شمېر ۳۱۰۰۰ ته رسېدلی

کونړ: له واکسين د پاتې ماشومانو شمېر ۳۱۰۰۰ ته رسېدلی

د کونړ روغتيايي مسؤلين وايي، لا هم دغه ولايت کې لسګونه زره ماشومان له واکسين بې برخې پاتې دي.

د واکسينو دعامه پوهاوی د برخې ځايي مسؤل ډاکټر اسدالله فضلي وايي، لا هم دغه ولايت کې ۳۱۰۰۰ ماشومان له واکسين بې برخې دي.

هغه رسنيو ته ويلي دي، په يو شمېر سيمو کې وسله وال مخالفين د واکسين مخنيوی کوي چې له امله زرګونه ماشومان بې برخې شوي دي.

په دومره لوړ شمېر کې له واکسين څخه د ماشومانو بې برخې کېدلو خبر داسې مهال ورکول کېږي چې د دغه ولايت پېج درې کې د پوليو مثبتې پېښې ثبت شوي دي.




t