د ننګرهار پوهنتون اقتصاد پوهنځي د ماسترۍ دورې څخه ٢٨ تنه فارغ شول

د ننګرهار پوهنتون اقتصاد پوهنځي د ماسترۍ دورې څخه ٢٨ تنه فارغ شول

د پوهنتون د مسوولینو په وينا، د ماسترۍ د لومړۍ دورې ياد فارغان يې د سوداګریز مدیریت (MBA) په برخه کې روزلي دي.

په همدې مناسبت ننګرهار پوهنتون کې يوه ستره غونډه جوړه شوې وه، چې د پوهنتون د رهبرۍ او استادانو سربېره پکې د ننګرهار والي، د ولايتي ادارې يو شمېر رئيسانو، د خصوصي پوهنتونونو مسوولينو، د خصوصي سکتور غړو، مدني فعالانو او د فارغو زده کوونکو د کورنيو غړو برخه لرله.

غونډې ته د پرانيستې وينا پر مهال د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهنمل ډاکتر يحيى فهيم وويل: د خوښۍ ځاى دى، چې ننګرهار پوهنتون پر علمي ډګر کې يو بل ستر ګام اخلي او نن ورځ د سوداګریز مدیریت ماسترۍ (MBA) په برخه کې ٢٨ تنه علمي کادرونه فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کوي.

نوموړي فارغو محصلانو او د هغوى کورنيو ته مبارکي وويله او زياته يې کړه، چې د ماسترۍ دورې فراغت وروستى ونه ګڼي او په راتلونکې کې نورې لوړې زده کړې هم وکړي.

د پوهنتون رئيس فارغان خپلو مسووليتونو ته ځير کړل او غوښتنه يې ترې وکړه، چې په راتلونکې کې هم د خپل پوهنتون سره په اړيکه کې ووسي او په ابادۍ او ښيرازۍ کې يې برخه واخلي.

د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل خپلو خبرو کې له فارغانو وغوښتل، چې د شته صلاحيت او استعداد نه په ګټې اخيستنې د خپل هېواد او ټولنې په سمون او اقتصادي رغښت کې ونډه واخلي.
د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستيال پوهندوى دوکتور محمد حامد کډوال، د محصلانو چارو مرستيال پوهندوى سيد اکرم هاشمي، د اقتصاد پوهنځي رئيس پوهنوال محمد زبير نورمل، د پوهنتونونو د ملاتړ او بشري ځواک پرمختګ پروګرام (USWDP) استازى حسن اسلمي، د والدينو په استازيتوب پوهنوال سيداجان عتيق عبدياني او د فارغانو په استازيتوب عبدالباسط نبيل د غونډې نور ويناوال وو، چې ټولو په وار سره د موضوع اړوند ويناګانې وکړې.

د غونډې په پاى کې د فارغانو له خوا د پوهنتون مشرتابه او د اقتصاد پوهنځي استادانو ته د اعزاز پګړۍ پر سر شوې او فارغانو ته د فراغت تصديقونه وويشل شول.



t