په اسلامي خلافت کې د واک انتقال څرنګوالی/نهه دیرشمه – برخه

په اسلامي خلافت کې د واک انتقال څرنګوالی/نهه دیرشمه – برخه

معتضدبالله مقتدر او لوبیدلی سیاستوال او د خلافت په ساتلو کې ډیر حساس و ابن اثیر لیکي:
د خلیفه معتضد په دوره کې چا ورته خبر ورکړ چې محمد بن حسین مشهور بشمیله چې د صاحب الزنج (زنګیانو مشر) نیږدی ملګری د یو نامعلوم کس لپاره د خلافت دعوت و تبلیغ کوي او سرتیری منحرف کوي، نو معتضد بشمیله ونیوه او پوښتنی یې تری پيل کړی خو نوموړي اعتراف ونکړ او مخامخ خلیفه ته یې وویل که هغه کس زما پښو لاندی پټ وای بیا مې هم تا ته نه ښودلو.
معتضد امر وکړ چې بشمیله د خیمی ستنی پوری وتړی او په اور یې وسوځوی، بیا هم نوموړي اعتراف ونکړ بیا یې امر وکړ چې سر یې پری کړی او جسد یې راځوړند کړی چې دا امر هم پر ځای شو.
خو خلیفه لا هم ارامه نه و او پر عبدالله بن مهتدی بالله باندی شاکي و نو هغه یې هم بندي کړ پوښتنی یې تری وکړ خو ښکاره شو چې نوموړی دی قضیی سره تړاو نلري ځکه نو هغه یې آزاد کړو.
معتضد د خپل واک په دوره کې نیږدی ټول سرکشه قوتونه یا مخامخ او یا هم بالوسیله وځپل چې د قرامطه(مهدي آخر زمان) تحریک، د ترکانو سرکشی ځپل یې ښې بیلګې دي، نوموړی وتواندی چې عباسیه برم لږ را ژوندی کړي خو ژوند ډیر فرصت ورنکړ.
کله چې د خلیفه زنکدن و یو شپه مهم مشران راجمع شول او قاسم بن عبید ته یې وویل د مکفي بالله بیعت بیعت تازه کړه (یعنی پخوا ولیعهد ټاکل شوی و خو تاریخونه څه ندي لیکلي) او سرتیری د خلیفه په مالونو ونازوه ځکه ویره لرو چې بیا کومه فتنه جوړه نشي.
قاسم بن عبید وویل ټول مال او خزانه امیرالمومنین او د هغه اولادونو پوری تعلق لري، خو زه ویریږم چې مال او خزانه به می ویشلی وي او خلیفه بیرته روغ شی او له ما څخه پوښتنه وکړی چې ولی دی دا کار کړی.
مونس د خلیفه خادم؟ وویل:
که خلیفه روغ شو قناعت به ورکړو او که مړ شو ولیعهد ته به ووایو چې مونږ مالونه ستا د خلافت پخاطر ویشلی.(تاریخ الکامل ۱۹ ټوک)
وزیر قاسم بیعت تازه کړ او د خلافت یو مدعي عبد الواحد بن موفق یې را وغوښت له هغه څخه یې هم بیعت واخیست او بیا یې نوموړی نظربند وساته، همدا ډول د معتمدبالله ځوی عبدالعزیز او د موید ځوی(نوم ندی ذکر شوی) یې هم نظربند کړل.
کله چې معتضد ساه ورکړه قاسم بن عبید ابوعلي بن معتضد ملقب په مکتفي بالله ته لیک ولیږه او د پلار د مړینی خبر یې ورته ورکړ، نوموړی چې دا وخت په رقه کې و بغداد ته راغی بیعت یې واخیست او په ۲۸۹ هجري قمري کې د خلافت پر تخت کښیناست.
انځور: د خلیفه مکتفی بالله د وخت سکه (درهم)

اکبر شیر


اسلامي خلافت
t