کترينه کيف: له رنبير کپور څخه مې جلاوالی ترخه تجربه وه

 کترينه کيف: له رنبير کپور څخه مې جلاوالی ترخه تجربه وه

د باليووډ مشهورې او ښايسته اداکارې کرينه کيف چې له خپل پخواني ملګري رنبير کپور څخه جلا شوې، د هغه په اړه يې خبرې کړي دي.

هغې رسنيو ته ويلي، دا موضوع يې ځکه نه په ډاګه کوله چې رسنيو ترې په دې اړه پوښتنې نه دي کړي.

دغه راز کترينه کيف دا هم ويلي دي، چې د ځينو مجبوريتونو له امله هم پټه خوله پاتې وه.

هغه زیاتوي، له رنبیر کپور سره یې د اړیکو پرې کول د ژوند ترخه تجربه وه چې په وینا یې هغه وخت یې د خپل ژوند د بدلولو او ساعت تېرولو په خاطر د کتابونو مطالعه پیل کړه او په دې برخه کې یې ورسره نورو ملګرو هم ډېره مرسته کړې ده.

هغه وايي، اوس هيڅ خپګان نه لري.



t