آخیر آرجنټاین د کوپا امریکا په سیالیو کي دوهم پړاو ته ووت

آخیر آرجنټاین د کوپا امریکا په سیالیو کي دوهم پړاو ته ووت

د کوپا امریکا د فوټبال په سیالیو کي د آرجنټاین د فوټبال ملي لوبډله د خطر د ګواښ سره مخ وه، چي پرون ماخستن ئې د قطر هیواد د فوټبال ملي لوبډلي ته ماته ورکړه او د ۴ نمرو په خپلولو سره ئې د یاد ټورنمنټ دوهم پړاو ته لاره وموندله.

په پرونۍ لوبه کي د لیونل میسي هیوادنۍ لوبډلي آرجنټاین ـ قطر ته ۲ ګولونه پر ۰ ماته ورکړه.

په یاده لوبه کي د آرجنټاین لپاره لوتارو مارتینیز د لوبي په ۴مه او ایګوایرو بیا د لوبي په ۸۲یمه دقیقه کي ګولوهنه وکړه.

آرجنټاین په دې بریا سره د دوهم ګروپ څخه د دوهمي لوبډلي په توګه دوهم پړاو ته لاره وموندله.

دې هیواد تر دې مخکي په ګروپي سیالیو کي خپله لومړۍ لوبه ئې بایللې وه او دوهمه لوبه ئې بیا مساوي کړې وه، خو پرونۍ لوبه ئې بیا دریمه لوبه وه.

اوس به آرجنټاین د دوهم پړاو په سیالیو کي راتلونکې چهارشنبه ماخستن ۱۱:۳۰ بجې د وینزویلا سره لوبیږي.

صابر حمیدي



ورزش، ارجنټاین
t