هرات:د هوا، غږ او اوبو د ککړتیا دستګاوې نصبیږي

هرات:د هوا، غږ او اوبو د ککړتیا دستګاوې نصبیږي

هرات والي د چاپیریال ساتنې ملي ادارې له معین سره لیدنه کې د هرات ځمکولاندي اوبو ککړتیا مخنیوي په هکله د جدي اقداماتوغوښتنه وکړه .
د هرات والي عبدالقیوم رحیمي د چاپيریال ساتنې ملي ادارې له مرستیال ادریس ملیار او ورسره پلاوي سره لیدنه کې د ځمکې لاندي اوبو ککړتیا مخنیوي په برخه کې پرپانګونه ټینګاروکړ.
د غه لیدنه چې نن له ماسپښین مخکی د ولایت مقام انګړکې ترسره شوه د هرات د هوا پاکوالي څخه رضایت وښودل شو خو د ځمکې لاندي اوبو ککړتیا په اړه انديښنه څرګنده شوه .
د هرات ولایت د چاپيریال ساتنې ادارې مشر نصیراحمد فضلي وايې: که چیري دې برخه کې اړین اقدامات ترسره نه شي نو راتلونکو پنځو کلونو کې به د ځمکې لاندي اوبه په خطرناک ډول ککړې شي .
هغه ټینګارکوي چې راتلونکولسو کلونو کې به د هرات د ځمکې لاندي اوبه د ګټې اخیستنې وړ نه وي .
په دي ناسته کې کروخ ولسوالۍ کې د ملي پارک او حفاظت شوي ساحې جوړول د باغ وحش رامنځته کول او د هرات د شین کمربند بشپړولو موضوعات هم مطرح شوه چې د هرات والي او چاپیریال ساتنې ملي ادارې د معین له هرکلي سره مخ شوه .
د چاپيریال ساتنې ملي ادارې مرستیال د هرات لپاره نژدي راتلونکوکې د هوا، ږغ او اوبو ککړتیا مالومولو دستګاه نصبولو څخه خبرورکړ او هیله يې څرګنده کړه چې د سیمه يېزې ادارې او چاپيریال ساتنې ادارې په هڅو او کوښښنو سره هرات کې د اوبو ککړتیا راکمه شي .




t