د غلطو غوښتنو له امله؛ نارو باجوا هندي سېنما کي کار پریښود

د غلطو غوښتنو له امله؛ نارو باجوا هندي سېنما کي کار پریښود

 د پنجابۍ سېڼما وتلې او ښکلې فلمي ستورې نارو باجوا د هندي سېنما پریښودولو لامل بیان کړي، دا چي ولې يي هندي سېنما یو ځل بیا پریښوده؟ په دې هکله رسنیو ته دا ویلي دي چي په هندي سېنما کي ورڅخه ډېره ناوړه غوښتنه وسوه، نو ځکه يي هندي سېنما پریښوده او بیرته پنجابۍ سېنما ته لاړه.

یاده سېنمايي ستورې په ١٩٩٨ م کال کي په هندي فلمونو کي کار پيل کړى و، خو وروسته بيا په هند کي د پنجابۍ سينما يوه نوموتې ستورې سوه، له هغه وروسته يو ځل بيا هندي سېنما ته راغله، خو بيا يې په هندي فلمونو کي کار پرېښوده، نوموړې رسنیو سره په یوه تازه مرکه کي په دې اړه خبرې کړې دي، چې ولې يې په هندي فلمونو کې کار پرېښود. هغه وايي چې دومره غلطه غوښتنه ترې وسوهه، چې بيا يې زړه ونه غوښتل چي په هندي فلمونو کي کار وکړي.

نارو باجوا چې تازه يې په يوه پنجابي فلم (شاډا) کي کار کړى دى او دغه فلم يې خلکو ډېر خوښ کړى دى، هر ځاى يې خلک صفتونه کوي. نارو باجوا تازه په يوه مرکه کې دې پوښتنې ته، چې ولې يې په هندي فلمونو کې هڅه ونکړه چې پرمختګ وکړي؟ په ځواب کې وويل په هندي سېنما کي په لومړۍ ليدنه کي ترې غوښتنه وسوه، چيکه غواړې په هندي سېنما کي پاتېسي، نو له ډايريکټر سره به شپه کوي، هغې وويل چي له دې اورېدو سره يې دا تصمیم ونیوه چي نور هندي سېنما کي کار ونه کړي.

نارو باجوا زياته کړه چې زه دا نه وايم چې ټول خلک به په هندي سېنما کي همدا کار کوي، خو زما لومړۍ تجربه ډېره خرابه وه، نو له همدې امله مې په هندي سينما کې خپل بخت ازمايل پرېښودل او بېرته پنجابي سينما ته لاړم.

نوموړې په دې اړه رسنيو ته د چا نوم ياد نه کړ، چې دا غوښتنه ترې چا کړې وه، خو رسنيو ته يې دومره وويل، چې هغه په پنجابي سېنما کي يوه مشهوره څېره ده او له دې سره خوشحاله هم ده، نو ځکه نه غواړي چي په هندي سېنما کي پاتې سي او داسې غلطو کارونو ته لاس واچوي. په هندي سېنما کي دا لوموړي ځل نه دي چي د هندي سېنما ښځینه ستورې دې د جنسي ځوروني څخه سر ټکوي او په اړه زیاترو د عدالت غوښتلو لپاره خپل غږ ونه هم اوچت کړي دي



بالیووډ فلمي نړۍ
t