حکمتیار: افغان حکومت دې د پاکستان په چارو کې مداخله بس کړي

حکمتیار: افغان حکومت دې د پاکستان په چارو کې مداخله بس کړي

ولسمشریز نوماند او د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار په پاکستان کې د یوې مرکې پرمهال افغان حکومت د پاکستان په چارو کې په لاسوهنې تورن کړی.

نوموړي د ترکیې اناتولي خبري اژانس ته ویلي: موږ باید د بل چا په بحران کې مداخله ونه کړو، موږ باید د پاکستان د حکومت مخالفین حمایت نه کړو، کنه دوی هم همداسې کوي.

حکمتیار همدا شان پاکستان د افغانستان پر وړاندې صادق ګڼلی او له افغان حکومته یې غوښتي، چې بدګومانۍ ختمې کړي.

د حزب اسلامي مشر همدا شان د سولې په روانو هڅو کې د پاکستان رول ستایلی.

د هغه دا خبرې په ټولنیزو رسنیو کې له توندو غبرګونونو سره مخ شوي.



t