روغتیا وزارت د جنسي قوت او چاغښت د درملو خلاف کمپاین پیل کړ

روغتیا وزارت د جنسي قوت او چاغښت د درملو خلاف کمپاین پیل کړ

د عامې روغتیا وزارت چارواکي وایي په ټول هېواد کې یې د جنسي قوت او چاغښت لپاره د کارېدونکو درملو راټولولو ۶ ورځنی کمپاین پیل کړی.

د وزارت د خبرپاڼې له مخې نن یې په دې برخه کې له هرات او پکتیا ولایتونو څخه په پراخه پیمانه غولونکي درمل ترلاسه کړي.

د روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز ټولو ولایتونو کې خپلو ریاستونو ته یو مکتوب استولی او پکې لیکلي، چې په دې نوم پلورل کیدونکي خپلسره درمل را ټول او عاملین یې ونیسي.

د هغه په وینا دا ډول درمل اکثره په ناقانونه ډول هېواد ته راوړل کیږي او د نامسوله کسانو له لورې پلورل کیږي، چې خلکو ته خطرناکې پایلې لري.

 



t