کالفورنيا کي د نړۍ تر ټولو کوچنی ماشوم زېږېدلی!

کالفورنيا کي د نړۍ تر ټولو کوچنی ماشوم زېږېدلی!

عزت الله ذکي

د ګارډين د خبر په آساس، د نړۍ تر ټولو کوچنی او کم وزنه ماشوم د آمريکا د کالفورنيا آيالت په سنډايګو روغتون کي وزېږېد.

دغه صحتمند ماشوم چي وزن يې يوازي ٢٤٥ ګرامه ښودل سوی، سايبي نوميږي او تر ٢٣ اوونيو وروسته زېږېدلی دی.

ددغه ماشوم کورنۍ رسنيو ته اجازه ورکړه، چي ددوی د نوي زېږېدلي ماشوم کيسه د نورو سره شريکه کړي، خو د هويت د پټ پاته کېدو غوښتنه يې هم وکړه.



سيمه او نړۍ هر اړخيز او معلوماتي
t