مړی به وايي زه خپل لمونځ کوم!

مړی به وايي زه خپل لمونځ کوم!

جابر رضي الله عنه وايي، چې رسول الله ﷺ فرمايلي:

کله چې مړی قبر ته داخل شي (دفن شي) نو ده ته د لمر پريوتلو مثال څرګند شي، يا د لمر پريوتلو تصور وکړي، بيا کښيني او خپلې سترګې وموښي او وايي: ما پريږدئ چې لمونځ وکړم.

«إِذَا دَخَلَ الْمَيِّتُ الْقَبْرَ ، مُثِّلَتْ الشَّمْسُ عِنْدَ غُرُوبِهَا ، فَيَجْلِسُ يَمْسَحُ عَيْنَيْهِ وَيَقُولُ : دَعُونِي أُصَلِّ»
(رواه ابن ماجه و صححه الالباني)

ګرانو ورونو او خویندو!

دا د ايمان او عمل صالح ګټه ده، چا چې په لمانځه باندې هميشه والی کړی وي، په بند قبر کې به يې حال دا وي چې، هغه به کاملاً مطمئن په امن او خير وي او هيڅ ډار او غم سره به نه مخ کيږي. نو له توحيد څخه وروسته تر ټولو ستر عبادت لمونځ دی! لمونځ دی! لمونځ دی! خپل لمونځونه په صحیح طریقې سره اداء کړئ!

او مونږ به هماغه د ابراهيم عليه السلام دعا کوو:

رَبِّ اجْعَلْنِي مُقِيمَ الصَّلاَةِ وَمِن ذُرِّيَّتِي رَبَّنَا وَتَقَبَّلْ دُعَاء

اى زما ربه! ته ما د لمونځ همېشه قايموونكى وګرځوې او زما په اولاد كې هم، اى زما ربه! او ته زما دعا قبوله كړې!

وصلي اللهم وسلم على نبينا محمد وآله وصحبه.

سميه سعيد




t