د حضرت موسی (ع) پوښتنه

د حضرت موسی (ع) پوښتنه

وایي چې …!!

حضرت موسی (ع) له الله تعالی څخه پوښتنه وکړه چې، یا الله! زما د جنت ملګری څوک دی؟
الله تعالی ورته وفرمایل چې ، فلانکی قصاب ستا د جنت ملګری دی.

موسی (ع) حیران شو او د هغه قصاب پر لوري د ملاقات لپاره روان شو .

قصاب په بازار کې ناست وه او غوښه یې خرڅوله ، کله چې ماښام شو، دوکان یې بند کړ، د غوښې یوه ټوټه یې په کڅوړه کې واچوله او کور ته ولاړ.

موسی (ع) هم ورسره روان شو، او ورته یې وویل چې، وروره! زه هم له تاسره ځم.

قصاب په دې پوه نه وه چې دا موسی علیه السلام دی ، ورته یې وویل: راځه !

کله چې کور ته ولاړل، قصاب یو څه را واخیستل او د پخولو لپاره یې کښېښودل ، بیا یې اوړه لانده کړل، ډوډۍ یې پخې کړې، او دیګ یې پوخ کړ.

په کور کې یې یوه سپین سرې ښځه وه چې ډېره کمزورې وه، هغه یې د اوږې په کومک سره را پورته کړه او څه یې وویل.

موسی (ع) پوښتنه ورڅخه وکړه چې، دا څوک ده؟

قصاب وویل: دا زما مور ده ، سهار چې د دې ټول خدمت وکړم ، نو بیا ولاړ شم او د شپې له راتلو سره سم له ټولو څخه مخکې د دې خدمت کوم ، او وروسته بیا خپل بچي پالم .

موسی (ع) وفرمایل چې، دې سپین سرې مور دې درته څه وویل؟

قصاب وویل: زه چې روزانه ددې خدمت کوم ، نو وایي چې، الله تعالی دې تا له موسی (ع) سره ملګری جوړ کړي ؛ خو چیرته زه قصاب او چیرته موسی علیه السلام نبي.

رشتیا هم ، د مور خدمت او دعا مو تر خپل منزله پورې رسولی شي، راځئ چې په اخلاص سره د خپل مور او پلار خدمت وکړو، او د هغوی دعا واخلو چې، الله تعالى مو په دنیا او آخرت کې سرلوړي کړي.

كه له اولاد څخه مور او پلار خوشحاله وي ، نو الله تعالى به هم ورڅخه خوشحاله وي ، او که له چا څخه مور او پلار خفه وي ، نو الله تعالى به هم له هغه اولاد څخه خفه او په قهر وي.

سيد رفيع الله قلم

(ددې کیسې ماخذ دی : پاشلې ملغلرې جـ۲ صـ۱۵۱)



t