له بېځایه شویو کورنیو سره د مرستو لپاره ۱۴۵ میلیونه افغانۍ منظورشوې

له بېځایه شویو کورنیو سره د مرستو لپاره ۱۴۵ میلیونه افغانۍ منظورشوې

د کډوالو او راستنېدونکیو چارو اجرایوي کمېټې ناسته وکړه.

په دې ناسته کې لومړی د کډوالو او بېرته راستنېدونکیو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي د افغانستان لپاره د مهاجرت ملي پالیسۍ په اړه مفصل رپوټ وړاندې کړ او زیاته یې کړه، چې دغه پالیسۍ د ISMPD او کډوالو وزرات لخوا جوړ شوي .
بلخی وویل، چې دغه پالیسۍ په دوه کالو کې د نورو داخلي او نړیوالو ادارو سره په همغږۍ او همکارۍ بشپړه شوې چې د کابینې له تایید وروسته به پلې شي.
د کډوالو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي وویل: د کډوالو داوطلبانه بېرته راستنېدل او یوځای کول، منظم مهاجرت او د غیر منظم مهاجرت مخنیوی یې اساسي موخې دي.
د کډوالو چارو وزیر وړاندیز وکړ، چې له اضطرار کوډ څخه دې، بېرته خپلو اصلي مېنو ته د بې ځایه شویو کورنیو د لېږد او ورسره بېړنیو مرستو لپاره ۱۴۵ میلیونه افغانۍ منظور شي.

عالمي بلخي د غونډي ګډونوالو ته د بې ځایه شویو کورنیو په اړه وویل، چې په ۲۰۱۹ کال کې د بې ځایه شویو شمېر ۳۴۶۰۹۴ تنو ته رسېږي، چې ۵۷۱۴۸ تنه یې بېرته خپلو اصلي مېنو ته ستانه شوي دی.
د هغه په وینا، د جنګونو له امله له ننګرهار، فاریاب، هلمند، فراه، تخار، وردګو، کندوز او بلخ ولایتونو څخه په ۲۰۱۹ کال کې ۱۷۰۲۴ تنه له خپلو اصلی مېنو بې ځایه شوي، چې په دومره موده کې ۱۲ کورنۍ بېرته خپلو اصلی مېنو ته ور ګرځېدلي دي. همدارنګه ښاغلي بلخي وویل، چې له دې جملې څخه ۱۲۴۳۳ کورنيو سره نړیوالو ټولنو مرستې کړي.
اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله له ټولو کورنیو او نړیوالو ادارو څخه ستاینه او مننه وکړه، چې د افغانستان لپاره د مهاجرت ملي پالیسۍ په جوړولو کې برخه اخیستي وه او له کلونو کلونو راهیسې یې له افغانستان سره د کډوالۍ په برخه کې همکاري کړې ده.
همدارنګه د هېواد اجرائیه رئیس وویل، چې مهاجرت په برخه کې کار کول د افغانستان ضرورت دی او یادونه یې وکړ، چې ISMP په افغانستان کې له څلور لسېزو را پدې خوا کار کوي.
اجرائیه عبدالله عبدالله وویل، چې په یاده پالیسۍ کې دې د یوشمېر ادارو چې په دې ناسته کې یې وړاندیزونه او ملاحظې درلودې ځای شي او تر نهايي اېډېټ دې تېره او د کابینې ناستې ته دې د تایید لپاره واستول شي.
اجرائيه رئيس وویل، چې راستنېدونکیو او بې ځایه شویو کورنیو سره د مرستو په بهیر او موقتو سیمو ته د مرستې د لېږد په برخه کې نباید ناغېړي وشي او د کډوالو چارو وزارت له لوري یې وړاندیز شوي ۱۴۵ میلیونه افغانۍ بې ځایه شویو او راستنېدونکیو کورنیو ته د بېړنۍ رسیدګۍ لپاره منظورې کړې.



t