چین بله لارښوونکې سپوږمکۍ هم وتوغوله

چین بله لارښوونکې سپوږمکۍ هم وتوغوله

د چین نړیواله راډیو وايي، ددغه هیواد د سپوږمکیو مرکز یوه بله سپوږمکۍ هم فضا ته وتوغوله.

سرچینه وايي، نن شپه پر دوو بجو او ۹ دقيقو د شي چانګ د سپوږمکيو د توغولو په مرکز کې د CZ-3B ډول راکټ په وسيله د بې دو سيسټم ۴۶مه لارښوونکې سپوږمکۍ په برياليتوب سره وتوغوله.

دا د بې دو درېيم نمبر سيسټم د شبکې جوړولو لپاره يوويشتمه سپوږمکۍ ده.

د یادې رسنۍ د معلوماتو پراساس، په پټلۍ کې تر يو لړ ازموينو وروسته به دغه سپوږمکۍ د بې دو له نورو شلو سپوږمکيو سره يوه شبکه جوړه کړي او په ګډه به کار وکړي او په مناسب وخت کې به اړوند خدمتونه برابر کړي او دغه راز به د بې دو سيستم د خدمت ساحه لا پراخه او خدمتي توان به يې لا لوړ شي.



هر اړخیز او معلوماتي، نړۍ، سپوږمکۍ، چین
t