د طب پوهنځي یو افغان محصيل څرنګه د ترکي سېنما یو ستوری سو؟

د طب پوهنځي یو افغان محصيل څرنګه د ترکي سېنما یو ستوری سو؟

که څه هم په ګران هیواد افغانستان کي جنګ او ناارامۍ د افغانانو په تیره بیا د ځوان نسل ژوند تریخ کړي دي، خو بیا هم هغه افغان ځوانان چي د مختلیفو مشکلاتواو یا هم د تحصیل په وجه بهرنیو هیوادونو ته تللي دي، په هغه هیوادونو کي يي د ځان لپاره خاص نوم او شهرت پیداکړي دي او هم د خپل جنګ ځپلي هیواد ویاړ کرځيدلي دي. افغان ځوانانو په پاکستانۍ سېنما او بالیووډ سېنما کي کار کړي او ښه ځلیدلي دي، قادر خان د هند سېنما يو پخوانۍ نوموتي ستوری و، هغه په خټه افغاني و او د نوموړی په وینا هغه د کندهار ولایت و اوڅه وخت مخکي یو کابلي انجلي د بالیووډ په یو فلم کي چي د سلمان خان له لوري تولید سوي و ډېره ښه وځلیده او داسي په لسګونه نور هم یادوالاي سو.

سلطان سنجر ګونیش د مغولو د سرباز په رول کي

په تازه د یو بل افغان ځوان سلطان سنجر ګونیش په اړه راپورونه خپاره سوي دي چي نوموړی د ترکي سېنما یو نوموتي ستوری سوي دي، سلطان سنجر ګونش په ۱۹۹۶ کال کي په جوزجان ولایت کي زږیدلي دي، هغه د فاریاب ولایت د اندخوي ولسوالي او په قوم ترکمن دي پلار یي تورن جنرال محمد کمال ګونیش دي او مکتب يي هم هلته په جوزجان ولایت کي پاي ته رسولي دي او کورنۍ يي اوس هم په جوزجان ولایت کي ژوند کوي. نوموړی د خپل ژوند اته کاله په ترکمنستان کي تیر کړي دي.

سلطان سنجر په یو بل ترکي نظامي سریال کي

نوموړی د مزار شریف د طب پوهنځي د څلورم کال محصیل و او وروسته د تحصیل د دوام لپاره ترکي هیواد ته ځي، ژوند یي تغیر کوي د طب څخه .د سېنما نړۍ ته ځي، هغه د ترکي سېنما په مشهور سریال (قیام) کي هم کار کړي دي، یاد سریال په افغانستان کي ډېر مینوال لري

سلطان سنجر د همدي ورځي څخه وروسته سېنما ته ولاړ

سلطان سنجر څرنګه قیام سریال ته لاره پیداکړه؟

سنجر چي څرنګه ترکي هیواد ته داخلیږي د ځينو مشکلاتو له وجي نه سي کولای تحصیل ته ادامه ورکړي او د سنجر پاسپورټونه او نور اسناد هم ورک کېږي، نو سنجر مجبور کېږي چي د ترکي هیواد په یو هوتل کي کار وکړي. یوه ورځ د (قیام) سریال یو اداکار (ګونګوت) همغه هوتل ته ورځي او سنجر هغه ته د (قیام) سریال او داچي یاد سریال څومره مینوال په افغانستان کي لري بحث کوي او د (ګونګوت) څخه غواړي چي په یاد سریال کي ورته د کار زمینه برابره کړي، هغه په قیام سریال کي لوموړی د قیام سریال د نوموتي سېنمايي ستوری جناب طغرل د طرفدار رول لوبوی او وروسته بیا د جناب طغرل په مشوره دا چي نوموړی څیره د مغولو سره شبهات درلود، هغه ته د طغرل د مخالف او د مغولو د راپورچي په حیث په یاد  سریال کي رول ورکول کېږي.

 ترکي هیواد ته تر داخلیدو وروسته نوموړی په یو نیم کال کي د ترکي په ۷ سېنمايي فلمونو کي کار کړي دي. نوموړي ویلي دي چي غواړي نور په مثبت رول کي راڅرګند سي او دې په دواړو رولونو کي ښه تجربه لري. سنجر واده نه دي کړي او په یاد  هیواد کي د هنر په برخه کي تحصیل هم کوي او دا یي ویلي دي چي په آینده کي لوی پلانونه لري او غواړي په فارسي ژبه یو داسي فلم جوړ کړي چي ولي انجوني په افغانستان  کي زده کړو ته نه ځي او ولي په افغانستان کي جنګ دي؟ تاسو کولاي سي د نوموړی په هکله نور معلومات د هغه د انستګرام اکونټ له لوری پیداکړي د هغه اکونټ http://www.instagimg.com/user/sancar_gunes145/5496220076 دي


بالیووډ فلمي نړۍ
t