لوبغاړي مه توهینوئ، محتاطانه چلند په کار دی

لوبغاړي مه توهینوئ، محتاطانه چلند په کار دی

د کرکټ ملي لوبغاړي مه سپکوئ. رټلو او توهينول کې زمونږ غوندې ملتونه بايد ډېر محتاطانه چلند وکړي.
ګورئ دا په خپل ډول کې لويه خبره ده چې د لوبډلې نوم مو د نړيوال جام د پياوړو لوبډلو په منځ کې قرار لري.

ملامتي يوازې د بورډ په غړو کې ده، هغه که په هره کچه وي. د لوبغاړو ترمنځ په غټه کچه ناسم تبليغات روان دي.
اوس نسخه دا ده چې کرکټ مو نړيواله کچه او او کوردننه له ګڼو شرمونو، ربړونو او ستونزو سره مخ شو. هر څه ويجاړ شو. خبره تر دې حده ورسېده چې لوبغاړي دې په داسې خبرو مخاطب شي، چې د ډېر شرم له کبله يې زه دلته ليکلى نشم.
پکار ده چې هر څه سم مديريت شي. د هېواد ميلونونه وګړي په پام کې ونېول شي. د هغوئ هيلو او ارمانونه ته جدي پاملرنه وشي.

له افغان لوبډلې څخه زمونږ توقعات بېخي لوړ دي. مونږ ډېر کله خيال پلو ته ورګرځو.
د نبي او راشد په اړه بايد ړانده قضاوتونه ونه شي. د IPL شل اوريزه او د نړيوال جام ۵۰ اوريزه لوبې فرق کوي.

زه چې څومره په کرکټ پوهېږم او د کرکټ نړيوال تبصره کوونکي څارم، هغوى ټول د افغان لوبډلې ستاينه کوي. ډېر د ناز او وياړ کرښې ورته ليکي.

نو په مونږ څه تندر راپرويوتى چې د ملاتړ لپاره يې ۵ مناسب ټکي نشو ليکلى. چې نه يې شي ليکلى، نو توهينول او سپکول په کومه توجيې کوې.

زه په هر صورت کې د خپلې اتلې لوبډلې ملاتړى يم. خو په بورډ کې د ۸۵ سلنه برخې سره خلاف يم. د دې لپاره په لسګونو دلايل لرم.
الله تعالى دې دا وطن راجوړ کړي. چې هره برخه مو مسلکي، باتدبيره او سېستماتيکه مخ ته لاړه شي.

سید سالار خادم


ورزش، افغان لوبغاړي
t