د سعودي عرب ښځي: موټر چلوونه بايد د واده يو شرط کېښودل سي – ويډيو

عزت الله ذکي

د سعودي عربستان پاچا سلمان بن عبدالعزيز له لوري ښځو ته د موټر چلووني تر جواز ورکولو يو کال وروسته اوس هم دغه هيواد کي د نارينه وو په پرتله د موټر چلوونکو ښځو شمېر لږ دی.

لاهم سعودي عربستان کي د ښځو د موټر چلووني روزنيز مرکزونه محدود دي، د مثال په ډول په جده ٢.٨ ميليونه نفوس لرونکي ښار کي د ښځو د موټر چلووني يوازي څلور روزنيز مرکزونه موجود دي، چي د ازدهام په وجه ښځي ډېر وخت مخکي دغو مراکزو ته نومليکنه کوي.

سعودي عربستان کي ښځو ته د موټر چلووني تر جواز ورکولو يوکال وروسته د فرانسې خبري آژانس دغه هيواد کي د واده حقونو ته هم اشاره کړې ده.

سعودي عربستان کي لکه د ايران په څېر ښځي کولای سي، چي په مقابل لوري خپل شرايط او تعهدات ومني او طرفين په خپله ګټه د قرارداد په بنسټ واده وکړي.

د واده په دغه قرارداد کي معمولاً د سعودي عرب ښځو د خپل ځاني کور لرلو، د خدمتګار د استخدام، د لوړو زده کړو ترسره کولو او يو شمېر نوري غوښتني ذکر کړي دي.

کله چي د سعودي عرب ښځو د ټولنيزو فعالينو په هڅه او د نړيوالي ټولني په فشار د موټر چلووني جواز ترلاسه کړ؛ اوس ددغه هيواد ځوان ښځينه قشر غوښتنه کوي، چي موټر چلوونه بايد د واده يو شرط کېښودل سي.



سعودي عربستان موټر چلونه ويډيو ښځي
t