حکمتیار: که طالبان له امریکا سره توافق هم وکړي، جګړه به ختمه نه سي

حکمتیار: که طالبان له امریکا سره توافق هم وکړي، جګړه به ختمه نه سي

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار وايي، که وسله وال طالبان له امریکا سره د سولې بهیر کې توافق هم وکړي، روانه جګړه به پای ونه مومي.

حکمتیار د پاکستان له خیبر ټلوېزیون سره تازه مرکه کې ویلي، د طالبانو او امریکا توافق به هېڅکله مشکل حل نه کړي.

د حکمتیار په خبره، که طالبان غواړي جګړه پای ته ورسېږي او سوله ییز ژوند ولري، باید د حزب اسلامي په څېر روانې کشالې ته یو بین الافغاني حل ولټوي.



t