کونړ: د لبنیاتو د پروسس مرکز جوړیږي

کونړ: د لبنیاتو د پروسس مرکز جوړیږي

په کونړ ولایت کې د لومړي ځل لپاره د لبنیاتو د پروسس یو مرکز جوړیږي.

ددې مرکز د جوړیدو ډبره نن سه شنبه کیښودل شوه.

ددغه ولایت د رسنیو دفتر وايي، د والي عبدالستار میرزکوال او کرنې ریاست په هڅو د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ۲۰میلیونه افغانیو په لګښت د لبنیاتو د پروسس یاد مرکز جوړېږي.

سرچینه وايي، د مرکز د بنسټ ډبرې ایښودو پرمهال د ختیځ او کابل یو شمیر چارواکو ګډون درلود.

والي میرزکوال وایي د یاد مرکز چارې په ۶ میاشتو کې بشپړیږي او ګټې اخیستنې ته سپارل کیږي.

دا مرکز به د ۶۰۰۰ لېټرو لبنیاتو د پروسس وړتیا ولري.

 

 



اقتصاد، رغوونه، کونړ
t