د کاسټا شرکت د قهوې خوند معلومولو ځانګړی کس

د کاسټا شرکت د قهوې خوند معلومولو ځانګړی کس

د کاسټا Costa په نامه د قهوې مشهور شرکت د خپلې قهوې د خوند معلومولو لپاره د جينارو پېلېسيا Gennaro Pelliccia په نوم سړی ګومارلی دی.

ددې سړي کار دادی چې د کاسټا شرکت د قهوې خوند وڅکي او د ښه خوند درجه يې معلومه کړي.

نوموړی په خپل کار کې دومره بې ساری دی چې مازې د‌قهوې په څکلو او خوند معلومولو د مياشتې ۱۷۰۰۰ يورو معاش لري او خپله ژبه يې هم په ديارلس ميليونه ډالر بيمه کړې ده.

چې دا په دنيا کې تر ټولو قيمت ترينه ژبه يې هم ده.

نوراحمد عايل



معلوماتي، کاسټا شرکت
t